د لاسرسي ځای

تازه خبر

‘د څرخي پله په زندان کې زرګونه بندیان بې سرنوشته پراته دي’


د ولسي جرګې د کورني امنیت کمیسیون د خرڅي پله د زندانیانو د دوسیو د څېړلو په اړه د خپلو ارزیابیو نتیجه اعلان کړه.

د ولسي جرګې د کورني امنیت کمیسیون د خرڅي پله د زندانیانو د دوسیو د څېړلو په اړه د خپلو ارزیابیو نتیجه اعلان کړه.کابو یوه اوونۍ مخکې ولسي جرګې یو پلاوی ګمارلی و؛ څو د خرڅي پله د زندانیانو دوسیې وڅیړي.


د ولسي جرګې د کورني امنیت د کمیسیون غړې نظیفه ذکي د شنبې په ورځ د جرګې په عمومي غونډه کې وویل؛ د ګمارل شوي پلاوي څیړنو وښوده چې د کابل د خرڅي پله په زندان کې په زرګونو داسې بندیان شته چې ځینې یې میاشتې میاشتې او ځینې یې کلونه کلونه کیږي چې؛ بې سرنوشته پراته او پر خپلو دوسیو د محکمو د پرېکړو انتظار باسي:

"شاوخوا پنځه زره داسې کسان شته چې، میاشتې او کلونه پرې تېر شوي خو دویمه او درېیمه محکمه یې نه ده ترسره شوې.درې زره په کې داسې بندیان هم شته چې حبس یې پای ته رسیدلی؛ خو لا بندیان دي، داسې بندیان په کې هم شته چې څلور کاله د خپلو دوسیو انتظار باسي."

د دې هیواد د نافذو قوانینو له مخې، دیوه بندي دوسیه باید د محکمې د حکم صادرولو ته تر لسو میاشتو پورې په درې ګونو محکمو کې فیصله شي؛ حال دا چې د ولسي جرګې ګمارلی پلاوی وایي؛ داسې بندیان یې له نږدې وکتل چې، له څلورو کلونو راهیسې یې دوسیه حتی دویمې محکمې ته هم نه ده سپارل شوې.

یوازې د کابل د څرخې پله زندان نه دی چې؛ بندیان په کې له خپلې بې سرنوشتۍ څخه شکایت کوي؛ بلکې راپورونه وایي چې، ورته ستونزې د هېواد په اکثرو ولایتونو کې لیدل کیږي.

په ځینو زندانونو کې بندیانو د دې ستونزې له امله څو څو ځلې اعتصابونه هم کړي دي.

هڅه مو وکړه چې په دې هکله د سترې محکمې نظر هم ولرو؛ خو اړيکې مو ورسره ټینګې نه شوې.

د افغانستان د زندانونو او توقیف خانو د عمومي ریاست د دفتر ريیس دا مني چې؛ د ګڼ شمېر زندانیانو دوسیې پروخت نه دي څېړل شوي؛ خو وایي، د ولسمشر کرزي د پنځه څلوېښتم فرمان پر اساس هڅې تیزې شوي چې؛ د دې زندانیانو دوسیې په دقت وڅېړل شي.

د افغانستان د زندانونو او توقیف خانو د عمومي ریاست د دفتر ريیس جنرال حبیب اله رضواني له مشال راډیو سره په خبرو کې رد کړه چې؛ ګواکې د دې زندانیانو دوسیې بې سرنوشته پرتې دي:

"پنځه زره کسان دي چې، په ابتداییه محکمې پرې حکم شوی او اوس د استیناف په محکمه کې دي.

د ځینو دوسیې د ځینو معاذیرو او تخنیکي ستونزو له امله د عدلي ارګانونو له خوا پر خپل وخت نه دي څېړل شوي او ځنډیدلي دي، خو زه دا ردوم چې د زندانیانو دوسيې بې سرنوشته پاتې دي؛ د ټولو دوسیو څیړل په جدي توګه روان دي."


ښاغلي رضواني وویل، اوسمهال په دې زندان کې څه باندې اته زره کسان بندیان دي.

له دې زندان څخه پخوا تردې هم ورته راپورونه خپاره شوي وو.

کله کله په کې د بندیانو او مسوولینو ترمینځ نښتې هم شوي چې؛ مرګ ژوبله یې هم لرله.

کارپوهان وایي، دزندانیانو د دوسیو، نه څېړل، د هغوی پر روحیاتو ناوړه اغیز کولی شي او د دې پرځای چې په راتلونکی کې د یو سالم شخص په توګه ژوند وکړي؛ ممکن په یوه عقده من شخص واوړي.
XS
SM
MD
LG