د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د بګرام هغه ۸۸ بندیان چې امریکا یې په اړه اندېښنه لري بې ګناه دي'


د افغانستان د بګرام جيل د قيدیانو د کيسونو د څیړلو کمیټه وایي، هغه ۸۸ خوشې کیدونکي بندیان بې ګناه دي چې امریکایي سينيټران یې مجرمین بولي.


د دې کمیټې غړي عبدالشکور دادرس نن (شنبه) مشال راډیو ته وویل، دې اته اتیا بندیانو هیڅ جرم نه دی کړی او د افغانستان امنيتي ادارو یې هم د جرم په اړه اسناد نه دي وړاندې کړي.

په دې وروستيوو کې درې امریکایي سينيټرانو کابل ته د خپل سفر پرمهال وویل، چې دغو اته اتیا زندانیانو لسګونه افغان او بهرني سرتیري وژلي او خوشې کول به یې یوه جفا وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG