د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان: ولسي جرګې د ۲۰۱۴ کال بودجه رد کړه


د افغانستان ولسي جرګې د رایو په اکثریت د ۱۳۹۳ کال بودجه رد کړه.د جرګې غړو وویل، بودجه ځینې نیمګړتیاوې لري چې باید اصلاح شي.


د جرګې استازو تر ټولو لوی انتقاد دا و چې په بودجې کې ډېره برخه یانې ۶۲ فیصده یې امنیتي چارو ته ځانګړې شوې ده چې؛ د دوی په خبره باید پرمختیایي پروژو ته ورکړل شوې وای.

د مالي او بودجې د کمیسیون مشر حاجي امیر خان یار د بودجې د ردولو په اړه وايي، چې د عادي بودجه زیاته برخه امنیت ته ځانګړې شوې ده، امنیت ته باید خارجي تمویل پیدا شي،

د مالیې وزارت دغه بودجه شاوخوا دوې اونې وړاندې ولسي جرګې ته د تصویب لپاره لیږلې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG