د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: شپږ تنه ځانمرګي بريدګر وژل شوي دي

ننګرهار چارواکي وايي چې په شينوارو ولسوالۍ کې د افغان او بهرنيو ځواکونو په مرکز د بريد په ننيجه کې شپږ تنه بريدګر وژل شوي. او هم د بټي ولسوالۍ اړوند د سرک د غاړې د ماين چاودو له امله درې تنه پوليس وژل شوي دی.

نن سهار چې د شينوارو په غني خيلو ولسوالۍ کې د افغان او بهرنيو ځواکونو په ګډ مرکز وسله والو طالبانو بريد کړی شپږ تنه وسله وال په کې وژل شوي دی.

د ننګرهار امنيه قوماندان جنرال فضل احمد شيرزاد وايي چې په دغه بريد کې افغان او بهرنيو ځواکونو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتي. دی وايي.

(( نن سهار د اووه بجو په شاه وخوا کې شپږ نفرو ځانمرګو بريد ګرو چې د له سرحد نه د هاخوا څخه راغلي راغلي د سپيشل فورس په يوه ګروپ چې په شينوارو ولسوالۍ له ملي اردو سره ځای په ځای دی، سهار يې پر قرول بريد کړی و، ډير د خوشحالۍ ځای دی چې دوی خپله وژل شوي دي، يو عراده موټر ته يې انفجار ورکړی دی، له هغو څخه يو دوه ميله کلاشينکوف، دوه ميله راکټ انداز او يو ميل پيکا او بريد ګر په هماغه ځای کې وژل شوي دي، چا ته صدمه نه رسيدلې. يوازې د قرول يو ديوال نړيدلی دی.))

جنرال شيرزاد وړاندې واي چې د ننګرهار د بټي کوټ ولسوالۍ اړوند د سرک د غاړی د ماين چاوديدو له امله درې تنه پوليس وژل شوي دي.
XS
SM
MD
LG