د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا: افغان حکومت سره دې امنيتي تړون ژر لاسليک شي


د امریکا د کانګرس راغلي پلاوی وایي، د امریکا او افغان حکومت ترمنځ امنیتي سند به د څو ورځو یا څو اوونیو په ترڅ کې لاسلیک شي.

د امریکا د کانګرس راغلي پلاوی وایي، د امریکا او افغان حکومت ترمنځ امنیتي سند به د څو ورځو یا څو اوونیو په ترڅ کې لاسلیک شي.


دغه امریکایي سناتوران وایي د واشنګتن او کابل اړیکې په حساس پړاو کې دي او په دې شرایطو کې امنیتي او دفاعي سند حیاتي ارزښت لري.

امریکایي سناتور جان مکین وایي، له ولسمشر حامد کرزي سره یې د ملاقات پرمهال د امنیتي سند په اړه ډیر اختلافات حل شول او لږ اختلافات لا پاته دي:

”موږ فکر کوو چې دا موافقه د افغانستان راتلونکې او د افغانستان او سیمې امنیت ته حیاتی ارزښت لري، موږ اختلافات لرو خو له ولسمشر حامد کرزي سره مو په ملاقات کې په ډیرو اختلافاتو خبرې وکړې، زه فکر کوم چې دا اختلافات کم شوي، دا ډیره مهمه ده چې موږ دا موافقه ژر لاسلیک کړو ددې پرځای چې وځنډیږي، نه غواړو هغه څه چې په عراق کې وشول دلته تکرار شي، موږ هلته جګړه وګټله خو سوله مو له لاسه ورکړه، ځکه موږ ټول عسکر له هغه هیواده وویستل“

د امریکا د کانګرس درې غړي جان مکین، لینسي ګراهام او جان براسو کابل ته راغلي او د پنجشنبې په ورځ یې د امریکا په سفارت کې ګډ خبري کنفرانس درلود.

له لویې جرګې وروسته دا شپږم ځل دی چې لوړپوړي امریکایي چارواکي کابل ته راځي او له افغان چارواکو سره د امنیتي سند په اړه خبرې کوي.

په تیرو دوو میاشتو کې د امریکا د دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو، د دې هیواد د وسله والو ځواکونو لوی درستیز، د امریکا د ملي امنیت سلاکارې او د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازي کابل ته سفرونه کړي دي.

که څه هم لویې جرګې له امریکا سره امنیتي سند تایید کړ، خو ولسمشر حامد کرزي وویل ترڅو چې امریکا د افغان حکومت شرایط ونه مني دا سند به ورسره لاسلیک نه کړي.

د افغانستان جمهوري ریاست هم تیره اونۍ وویل چې امریکا یې د دو شرطونو له ډلې څخه یو منلی دی.

معلومه نه ده چې د امریکا او افغانستان ترمنځ امنیتي سند به څه وخت لاسلیک شي، خو امریکایي سناتور لینسي ګراهام وایي، له دې سند پرته امریکا د عسکرو د پاته کیدو او له افغان امنیتي ځواکونو سره د مرستو ژمنه نه شي کولای:

”د دې دوه اړخیز تړون له ژر لاسلیک پرته به دا امکان ونه لري چې د امریکا ولسمشر له ۲۰۱۴ کال وروسته د عسکرو د پاته کیدو ژمنه وکړي. د افغانستان د پولیسو او پوځ لګښت په کال کې پنځه ملیارده ډالره ده، د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره امریکا ژمنه کړې چې دې ځواکونو ته به د کال دوه اعشاریه درې ملیارده ډالره ورکوي. له امنیتي موافقې پرته به د کانګرس غړو ته مشکله وي چې افغانستان ته دا پیسې ځانګړې کړي“

د افغانستان جمهوري ریاست بیا وایي چې ولسمشر حامد کرزي له دې امریکايي سناتورانو سره په ملاقات کې یو ځل بیا په خپلو شرایطو ټینګار وکړ.

د جمهوري ریاست خبرپاڼه وایي، ولسمشر حامد کرزي امریکایي سناتورانو ته وویل، دا سند به هغه وخت لاسلیک کړي چې په افغانستان کې سوله او امنیت ټینګ شي.

کارپوهان د امریکایي چارواکو دا پرله پسې سفرونه د فشار یو ډول بولي او وایي امریکا په دې هڅه کې ده چې له انتخاباتو مخکې له افغانستان سره امنیتي او دفاعي موافقه لاسلیک کړي.

راپور: اسدالله لودین کابل
XS
SM
MD
LG