د لاسرسي ځای

تازه خبر

'له افغانستانه د ټولو بهرنيو سرتېرو ايستل غوره اقدام نه دى'


د امريکا لپاره د پاکستان نوى سفير وايي، له افغانستان څخه د ټولو بهرنيو پوځيانو ايستل غوره اقدام نه دى.

د امريکا لپاره د پاکستان نوى سفير وايي، دا غوره اقدام نه دى که بهرني ځواکونه يودم له افغانستان څخه ووځي.


جليل عباس جېلاني وايي، افغانان هم پر دې مسئلې اندېښمن دي، ځکه نو زيات افغانان پاکستان ته په کډه روان دي.

د ده په خبره په افغانستان کې هغه وخت ثبات راتلاى شي، چې د سولې پروسه د افغانانو په مشرۍ مخته لاړه شي.

د امريکا لپاره د پاکستان نوى سفير وايي، له افغانستان څخه د ټولو بهرنيو پوځيانو ايستل غوره اقدام نه دى.

د پاکستان چاپ ډان ورځپاڼې راپور ورکړى، چې جليل عباس جېلاني ويلي، همدا چې د امريکايي پوځيانو د وتلو په اړه خبرې تودې شوي، دې مسئلې خپل تاثيرات کړي، د ساري په توګه د پخوا په نسبت زيات افغانان پاکستان ته په کډه روان دي.

ټاکل شوې چې د ٢٠١٤م کال تر ډسمبر مياشتې پورې امريکا خپل اکثريت جنګي ځواکونه له افغانستان څخه وباسي، خو بيا هم هڅه کوي ځينې سرتېري يې په افغانستان کې په پوځي ماموريت بوخت وي.

هاخوا د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنيتي او دفاعي تړون د لاسليک پر سر چنې روانې دي. که چېرې دغه تړون لاسليک شي، د امريکا په لسګونو پوځيان به تر ٢٠١٤م کال وروسته هم په افغانستان کې پاتې وي.

ولسمشر حامد کرزى وايي، که چېرې امريکا د افغانستان ټول شرايط ومني، دغه تړون به لاسليک کړي.

د امريکا لپاره د پاکستان نوى سفير وايي، افغانان هم له دې وېره لري چې بهرني ځواکونه دې يودم له افغانستانه ووځي.

پاکستاني رسنيو د جليل عباس جېلاني دا خبرې رااخيستې چې ويلي يې دي، د افغانستان د ثبات لپاره د سولې هغه پروسه مهمه ده، چې افغانان يې رهبري کړي او د دوى په لاس کې وي.

افغان حکومت هم ټينګار کوي، چې يوازې د سولې هغه پروسه کولاى شي په افغانستان کې د سولې د ټينګښت سبب شي، چې مشري يې د افغانانو په لاس کې وي.

خو افغان حکومت پر پاکستان تور پورې کوي، چې د سولې د پروسې په وړاندې خنډونه جوړوي. افغان دولت دغه راز غواړي چې د طالبانو دويمه درجه مشر ملا برادر دې، چې لا هم په پاکستان کې دى، په بشپړه توګه ازاد شي چې وکړاى شي له طالب وسلوالو سره د سولې په پروسه کې مرسته وکړي.

په ملي امنيت او بهرنيو چارو کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزيز تېره اوونۍ له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وويل، ملا برادر لا هم په پاکستان کې مېشت او خوندي دى. عزيز وويل ملا برادر د افغانستان د سولې عالي شورا له غړو سره يوځل کتلي او له نورو کسانو سره هم کتلاى شي.
XS
SM
MD
LG