د لاسرسي ځای

مرستندویه ادارې پر ګواښونو سربېره افغانستان کې خپل کار جاري ساتي


د مرستندویه او خیریه موسسو د امنیتي معلوماتو پر اساس په ۲۰۱۳ م کال کي په نړۍ کې د دوی پر کارکوونکو ۱۶۴ حملې شوې چې په سلو کي ۷۹ یې په افغانستان کې ثبت شوي دي. د مرستندویه موسسو د معلوماتو پر اساس، افغانستان د جنوبي سوډان او سومالیا په نسبت هم د بشري او خیریه موسسو د کارکوونکو لپاره زیات خطرناک هیواد

کابل - مرستندویه ادارې وایي، له اندیښنو سره سره به په افغانستان کې خپلو کارونو ته دوام ورکړي.


مرسته کوونکې موسسې د پروژو د عملي کولو په برخه کې د وسله والو د حملو له ګواښونو سره مخامخ دي.

افغانستان په تیر عیسوي کال کي د مرستندویه او خیریه موسسو د کارکوونکو لپاره تر ټولو خطرناک کال بلل شوی دی.

بهرنې ځواکونه له افغانستانه د وتلو تیاری نیسي، خو په دي هیواد کې مرستندویه موسسې وایې، دوی ژمن دې چې د ناتو په پل به قدم نه ږدي او د افغانستان له بېوزلو خلکو سره به خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

د نړیوال بحران د ډلې غړی ګراهام سمیت وایي، له زیات شمیر هغو سمیو چې بهرني ځواکونه ورڅخه وتلې دي، په ۲۰۱۳ م کال کې د نورو کلونو په پرتله په کې جګړې زیاتې شوي دي.


د مرستندویه او خیریه موسسو د امنیتي معلوماتو پر اساس په ۲۰۱۳ م کال کي په نړۍ کې د دوی پر کارکوونکو ۱۶۴ حملې شوې چې په سلو کي ۷۹ یې په افغانستان کې ثبت شوي دي.

د مرستندویه موسسو د معلوماتو پر اساس، افغانستان د جنوبي سوډان او سومالیا په نسبت هم د بشري او خیریه موسسو د کارکوونکو لپاره زیات خطرناک هیواد دی.

مرستندویه موسسې په افغانستان کي له ۲۰۰۱ کال او د طالبانود رژیم له ړنګیدو راهیسي د چښلو د اوبو په ګډون، زیاتې پروژې پر مخ وړي.

فران سپرس خبري آژانس وایي، د نړیوالو موسسو افغان او بهرني کارکوونکې په افغانستان کې له تښتونو غلاو او وژنو سره مخامخ دي.
XS
SM
MD
LG