د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عراق په انبار ولایت کې حملې او نښتې شوې دي


د عراق په انبار ولایت کې پرون د ناکرارۍ پېښې شوې دي.

اسلامپاله وسله والو د فلوجې او رمادي په ښارونو کې پر یو شمېر پولیس تاڼو حملې وکړې چې له کبله یې له امنیتي ځواکونو سره نښتې وشوې. چارواکي وايي، وسله والو ځینې زندانیان خلاص کړل او وسلې یې ونیولې. پرونۍ حمله تر هغې څو ساعته وروسته وشوه چې د انبار والي د دوشنبې له ورځې راهیسې روان ګرځبندیز ختم کړ. هغه ورځ په ولایت ناکراري ځکه پیل شوې وه چې حکومت د سنیانو یو احتجاجي کیمپ لرې کړ. له دې سره د سنیانو او شیعه ګانو په مشرۍ د وزیر اعظم نوري المالکي حکومت تر منځ کړکېچ پراخ شو. مالکي وویل، ولسي پولیس په انبار ولایت کې امنیت سمولای شي. خو ولایتي حکومت له مالکي غوښتنه وکړه چې د تازه ناکرارۍ له کبله دې په ولایت کې پوځ وساتي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG