د لاسرسي ځای

تازه خبر

تېر کال د عراق لپاره ډېر خونړی وو


ملګري ملتونه او نور څارونکي وايي، تېرکال، په عراق کې، د ملکي وژنو لپاره له تېرو څو کلونو پرتله ډېر خونړی وو.

بېلا بېلې ادارې په عراق کې د ملکي وګړو مرګونو شمېر بېل ښيي. ملګري ملتونه وايي، تېر کال په هیواد کې ۷۸۱۸ ولسي وګړي ووژل شول، خو برتانیوي ناحکومتي اداره Iraq Body Count وايي، ۹۴۷۵ کسان وژل شوي دي. دواړه ادارې وايي، تر ۲۰۰۸ز کال وروسته تېر کال تر ټولو زیاته مرګ ژوبله شوې ده. هغه وخت عراق له یو ډول کورنۍ جګړې په رغېدا وو. تېر کال په اپرېل کې تاوتریخوالی هغه وخت زیات شو چې د شیعه ګانو په مشرۍ حکومت د سنیانو پر احتجاجي کیمپ چاپه ووهله. له هغه وخت راهیسې، د القاعده وسله والې ډلې عراقي څانګې په هیواد کې له زیاتېدونکي فرقه ییز کړکېچ او ګاونډي شام کې له کورنۍ جګړې ګټه اخیستې ده. دې ډلې، په ځانګړي ډول د بغداد په شیعه مېشتو سیمو کې، د بمي حملو په ذریعه ولسي وګړي په نښه کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG