د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوټین د ترهګرو تر بمبارۍ پورې جنګېږي


روسي ولسمشر ولادمیر پوټین د ولګاګراد سفر کړی دی.

په هغه ښار کې د یکشنبې او دوشنبې پر ورځو په چاودنو کې ۳۴ کسان ووژل شول. تېره ورځ، پوټین د ولګاګراد حملې غوسه کوونکې او پاروونکې وبللې. هغه وویل: ((هر شي چې د جنایتکارانو عملونه تحریک کړي وي، خو د ولسي وګړو، او په ځانګړي ډول ښځو او ماشومانو پر وړاندې جنایتونه دلیل نه لري او د دې سپیناوی نشي کېدای.)) تر دې مخکې، د هیواد په شرقي خبروفسک ښار کې د نوي کال په اړه د وینا پر وخت پوټین هوډ وښود چې ((د ترهګرو تر بشپړې بربادۍ به د هغوی پر ضد جګړې ته دوام ورکوي.)) هغه د ترهګرو حملې او د هیواد په ختیځ کې سېلاوونه د تېر کال تر ټولو لویې ننګونې وبللې. د حملو له کبله د ژمنیو اولمپیک لوبو امنیت په اړه اندېښنې پیدا شوې دي. دا لوبې له ولګاګراده ۷۰۰ کیلومیټره لرې د سوچي په ښار کې د فبرورۍ پر اوومه پیلېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG