د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سومالیا کې چاودنې اته کسان وژلي دي


د سومالیا پولیس وايي، په پلازمېنې موګادېشو کې د یوه هوټل دباندې دوه موټر بمي حملې شوې دي چې پکې لږ تر لږه اته کسان وژل شوي دي.

هوټل ته زیاتره بهرنیان ورځي. د پولیسو یوه افسر احمد علي وویل، دا چاودنې پرون د جزیره هوټل مخې ته شوې دي چې د موګادېشو له هوايي ډګر سره نېږدې دی. زیاتره وخت حکومتي چارواکي او بهرنیان جزیره هوټل کاروي. دا په سمدستي ډول نه ده مالومه چې حملې چا کړې دي خو له القاعده سره تړلي، د الشباب ډلې یاغیان اکثر وخت د چارواکو له مرکز سره نېږدې او د بهرنیانو لپاره پر مشهورو ځایونو وژونکي بریدونه کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG