د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوټه کې پر شیعه زیارت کوونکو ځانمرګی برید، درې وژل شوي دي


په کوټه کې د مساپرو پر بس په ځانمرګې موټر بمي حمله کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي او ۳۰ ژوبل دي.

د کوټې شالکوټ تاڼې مشر راز محمد بېګا مشال راډيو ته وویل، ځانمرګی برید پرون ماښام د اختر اباد په سیمه کې له تفتانه کوټې ته پر ورتلونکي بس شوی دی.

دی وايي، ده د یو بل ګاډي تالاشي اخیسته چې چاودنه وشوه: ((زما خپل دولتي ګاډي مخکې لاړ. له هغه بس سره د ترهګرۍ ضد ځواکونو ګاډی روان وو. تاسې ته ښکاري هغه بل سپین ګاډی؟ ما د هغې تلاشي اخیسته. زه چې د دې ګاډي لیدو لپاره له موټره ښکته شوم نو ما په کې ماشومان ولیدل، ما ترې وپوښتل چې ولې ولاړ یاست؟ هغوی ویل زموږ موټر خراب شوی دی. په هم هغه وخت چاودنه وشوه. په هغه بس کې اور ولګېد.))

تر چاودنې وروسته د کوټې ښار پولیسو مشر عبدالرزاق چیمه خبریالانو ته وویل، په بس کې شیعه زیارت کوونکي ناست ول. د ده په خبره، همدوی د برید هدف ول.

په بس کې ۵۵ کسان سپاره ول. د جیش الاسلام په نوم ډلې د برید پړه منلې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG