د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتیکا: شل ټنه المونیم نایټریټ مواد او لېږدونکي یې ونیول شول


د پکتیکا امنبتی چارواکي وایي، چې تېره ورځ د ملي امنیت ځواکونو د ارګون او ښرنې ترمنځ په غځیدلي لویه لاره د سندرخېلو په سیمه کې شل ټنه المونیم نایتریټ سره د دریو تنو لږدیدونکو سره یو ځای نیولې ده.


د دوی په وینا نوموړې المونیم نایټریټ سره، له دې لارې د افغانستان مرکزي سیمو ته د چاودنو لپاره لیږدول کېده، چې د دریو تنو لېږدونکو سره یو ځای ونیول شوه.

په پکتیکا کي د ملي امنیت د اتم نمبر چټک غبرګون قطعې قوماندان ډګروال وزیر شاهین مشال راډیو ته وویل، چې دغه چاودیدونکي مواد یا کیمیاوي سره د شمالي وزیرستان له میرانشاه سیمي څخه په بار وړونکي موټر کي په څلورسوه بوجیو کې ایښودل شوې وه.

د وزیر شاهین په خبره دغه موادو سره په تړاو يې د موټر چلوونکی او د هغه دوه همکاران چې د باروړونکي موټر له شا په سراچه موټر کې د مالوماتو او مرستې په خاطر ورسره روان ول، د سراچه موټر سره یو ځای نیول شوي دي.

د شاهین په خبره چې نیول شوي کسان او مواد د نورو څیړنو له پاره ملي امنیت ریاست ته لیږدول شوي دي.

دیادولو ده چې تردې دوه ورځې وړاندې هم په پکتیکا ولایت کي سیمه ییزو پولیسو په همدې لاره د سروضې په ولسوالۍ کې له چاودیدونکو توکو ډک موټر نیولی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG