د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قبایلي خبریالانود ټولنې انتخابات ترسره شول


په پیښور کې د قبایلي سیمې صحافیانو تنظیم د ټرایبل یونین اف ژونالیست د ۲۰۱۴کال لپاره د مرکزی کابینې انتخابات ترسره شول.

په پیښور کې د قبایلي سیمې صحافیانو تنظیم د ټرایبل یونین اف ژونالیست د ۲۰۱۴کال لپاره د مرکزی کابینې انتخابات ترسره شول.


د انتخابي کمیټۍ ترمخه په دې انتخاباتو کې ۵۱ غړو د خپلې رايې استعمال وکړو.
په سالانه انتخاباتو کې یواځې د فینانس سیکاتر او د جواينټ سیکاتر په عهدو باندې د ډیموکریټیک او د کارکن پینل غړو ترمینځ مقابه وشوه.

د انتخابي کمیټی غړې محمد جمیل مشال راډیو ته وویل چې صدر، لوې معاون صدر، معاون صدر، جنرل سیکاتر او د پریس سیکاتر په عهدو باندې د مخکې نه د ډیموکریټیک پینل کاندیدان کامیاب ګرځولې شوي دي ځکه کارکن پینل د کاندیدانو لخوا خپل کاغذات واپس اخستي دي او بل څوک پر دې عهدو باندې څوک غوړه نه وو.

محمد جمیل زیاتوي چې فینانس سیکاتر او د جواینټ سیکاتر عهدې هم د ډیموکریتیک پینل کاندیدانو په خپل نوم کړي دي:

(( د ټی يو جې په این کې دی چې انتخابات به تر ۳۱ دسمبر پورې کیږی نو موږ ددغې لپاره تیاریانې ونیولې نو دغه شان د انتخاباتو دغه عمل په ۱۵ ورځو کې مکمل شو. د پیښور په پریس کلب کې د انتخاباتو تفصیل دا دې چې ۵۱ غړو د خپلې رایې استعمال وکړو څاپکې د ډیموکریټیک پینل نه د فینانس سیکاتر لپاره امیدوار د کورمې ایجنسی دلدار حسین ۳۱ ووټونه واخستل او جواینټ سیکاتر لپاره امیدوار د وزیرستان واجد برقي ۲۹ ووټونه واخستل چې د دې سره دوی خپلو مخالیفینو ته په انتخاباتو کې ماتې ورکړه))

د انتخابی کمیټۍ غړی په خبره چې د رسمی اعلان ترمخه، د خیبر ایجنسی شیر خان افریدی صدر، د شمالی وزیرستان قدیر داوړ لوې معاون صدر، د باجوړ ایجنسۍ حسین احمد معاون صدر، د خیبر ایجنسی خیال زمان جنرل سیکاتر، د مهمند ایجنسۍ مژترم خان پریس سیکاتر د مقابلې بغیرمنتخب شویدی.

نوموړی زیاتوی چې په انتخاباتو کې د ووټ تناسب کم و چې یوه عټه وجه دا وه چې زیاتره عهدو باندې فیصله د مخکې نه شوی وه.

د ټرائیبل یونین آف ژونالیست په دې انتظیم کې د ۷ ایجنسیانو سره د نیم قبایلي سیمو قریبا ۳۰۰ صحافیان غړی شامل دي.

د تنظیم نیوې منتخب شوې صدر شیر خان افریدي موږ ته وویل چې انتخابات سر ته د راسیدلو سره نن یو ځل بیا جمهوری عمل ته دوام میلاو شو.

نوموړی زیاتوي چې انتخابات ګټلو سره پر ده باندې نورې هم ذمه وریانې راغلې دي او غواړي چې پر دې یو کال کې دغه په پوره ډول سرته ورسوي:

((په قبایلي سیمو کې د پریس کلبونو مسایلو نه علاوه یو شمیر د صحافیانو مسایل دې چې د هغې لپاره به زموږ هلې ځلې جاري وي. موږ ته څلور ستونزې دي چې موږ يې حل کول غواړو او هغه زموږ په منشور کې هم دی، مرکزي دفتز مو نشته، د صحافیانو انشورنس نه دې شوې، ایکریډیشن کارډ قبایلي صحافیانو ته نه جوړیږي، او د نور سیمو صحافیانو په شان د میډیا کالونی غوښتنه کړې ده. په دیکې موږ د پاکستان صدر، وزیراعظم او ګورنر نه تمه لرو چې دوی به موږ سره مرسته کوي))

ووضحه دې وي چې ټرایل یونین آف ژورنالیسټ په دې تنظیم کې د څه اختلافاتو په وجه اصلاحې پینل او ناصر مهمند پینل د دغې انتخباتاتو نه بایکاټ کړي دي او دغو پینلو یوه خپله بله انتخابي کمیټۍ جوړه کړې ده چې د دوی انتخابات به د جنورې میاشت په ۱۲ نیټې کیږي.
  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG