د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا وايي، له باګرامه دې ۸۸ زندانیان نه خوشې کېږي


امریکا له افغان حکومت غوښتي چې له باګرام زندانه هغه ۸۸ زندانیان خوشې نه کړي چې د واشنګټن په وینا امنیت ته جدي ګواښ دي.

امریکا له افغان حکومت غوښتي چې له باګرام زندانه هغه ۸۸ زندانیان خوشې نه کړي چې د واشنګټن په وینا امنیت ته جدي ګواښ دي.


دا په داسې حال کې ده چې د زاندانیانو د دوسیو د څیړلو لپاره ګمارل شوی ځانګړی کمیسیون وايي، سلګونه بندیان له باګرام زندانه خوشې شوي او د نورو دوسيي به هم وڅیړي.

په افغانستان کې د امریکا د پوځ یوه ویاند وویل، له باګرام زندان څخه د ۸۸ خطرناکو زندانیانو خوشې کول، په بند کې له زندانیانو څخه د تحقیق د بشپړولو په باب د جمهوري ریاست له فرمان سره په تضاد کې ده.

ډګروال ډیو لاپن رویټرز خبري اژانس ته وویل، د زندانیانو د دوسیو د څیړلو لپاره د افغان حکومت له خوا ټاکل شوي کمیسیون د هغو افرادو د خوشې کولو غوښتنه کړې چې پر ضد يې کره شواهد موجود دي او باید په زندان کې دننه ترې نور تحقیقات هم ترسره شي.

امریکايي مقامات وايي، د باګرام زندان د دغو زندانیانو په سلو کې څلویښت يې د ۵۷ افغان امنیتي افرادو او ملکي وکړو په وژلو او ټپي کولو کې مستقیم لاس لري او دیرش په سلو کې يې پر افغان او نړېوالو ځواکونو په مستقیمو کې حملو کې دخیل دي.

خو د زندانیانو د دوسیو د څیړلو لپاره د افغانستان د جمهوري ریاست له خوا ګمارل شوی کمیسیون وايي، ټول هغه زندانیان به چې جرم پرې ثابت شوی نه دی او بې له شواهدو او اسنادو نیول شوي، خوشې کړي.

د دې کمیسون مشرعبد الشکوردادرس وویل، د کومو ۸۸ زندانیانو خبره چې امریکايي مقامات کوي، هغوي هیڅ ډول خطرنه جوړوي.

د نوموړي په وینا ګڼ شمېر زندانیان پرته له دې چې په کومه پیښه کې لاس لري، نیول شوي دي.

خو د رویټرز اژانس په وینا له باګرام څخه د خطرناکو زندانیانو خوشې کیدل به د هغو افغان امنیتي مقاماتو اندیښنه زیاته کړي چې وايي له خوشې کیدو وروسته دغه زندانیان بیرته د جګړې ډګر ته ستنیږي.

له باګرامه د زندانیانو د خوشې کولو پر سر د کابل او واشنګټن ترمنځ دا اختلاف په داسې وخت کې پیدا کیږي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لا د مخه په خپلوکې د امنیتي او دفاعي تړون د مسالې له امله ترینګلي دي.
XS
SM
MD
LG