په افغانستان کې ایساف ځواکونه وایي چې؛ نن یو بهرنی سرتیری د افغانستان په جنوب کې وژل شوی دی.
د ایساف له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه سرتیری په جګړه کې له ټپي کیدو وروسته مړ شو.
خو ایساف د وژل شوي سرتیري د هویت او د وژلو دقیق ځای په اړه څه نه دي ویلي.