د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنوبي سوډان او ياغيانو د اوربند په اړه پر خبرو موافقه وکړه


ټاکل شوې دغه خبرې په ايتوپيا کې وشي، خو کومه نېټه نه ده ورته ټاکل شوې.دا په داسې حال کې ده چې؛ د ختيځې افريقا په دې هېواد کې قومي شخړې روانې دي.


د دې هېواد په ستراتيژيک ښارګوټي بور کې پرون هم جګړې دوام درلود.

افريقايي ټولنه وايي، په دې برخه کې به مناسب اقدامات وکړي چې پر هغو کسانو به بنديزونه په کې شامل وي، چې خلک تاوتريخوالي ته هڅوي.

د سيمه ييزو مشرانو له خوا ولسمشر سالفا کيير او د هغه پخواني مرستيال ريک ماچار ته د خبرو لپاره ټاکل شوى ضرب الاجل پرون پوره شو.

په دې شخړه کې لږ تر لږه ١٠٠٠ (زر) کسان وژل شوي او په لسګونو زره کسان له خپلو کورونو بې ځايه شوي دي.

شخړې دوې اوونۍ مخکې وروسته تر هغه پيل شوې، چې د ولسمشر مرستيال ريک ماچار د کودتا هڅه وکړه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG