د لاسرسي ځای

د پاکستان د نوي حکومت جوړېدو له شپږو مياشتو ډېره موده ووته، خو نه په مرکز او نه هم په صوبو کې پاليسي جوړونکي د ترهګرۍ او منظم جنايتونو پر ضد د کومې کوټلې تګ لارې په راوړلو کې بريالي شوي دي.

له پاکستانه د خپرېدونکې انګرېزۍ ژبې ورځپاڼې (ډان) په يوه ليکنه کې راغلي، د پاکستان د نوي حکومت جوړېدو له شپږو مياشتو ډېره موده ووته، خو نه په مرکز او نه هم په صوبو کې پاليسي جوړونکي د ترهګرۍ او منظم جنايتونو پر ضد د کومې کوټلې تګ لارې په راوړلو کې بريالي شوي دي.


ليکنه زياتوي، اوله خبره خو دا ده چې د مرکز په کچ د داخلي امنيت لپاره کومه پاليسي نشته. دوهمه دا چې د پاکستان پر قبايلي سيمو د ډرون بريدونو له وجې حکومت و نه شو کړای له طالب وسله والو سره خبرې پيل کړي.

د ورځپاڼې په خبره، له دې هر څه د پاکستاني پوځي اسټيبلشمنټ لخوا د وسله والو پر پټن ځايونو د زړه نا زړه عملياتو څرک هم په ډاګه کيږي.

ورځپاڼې چې دريمه کومه نکته ياده کړې، هغه د قامي امنيت لپاره د کابينې د کمېټې لخوا د هغو ښکاره اصولو په وضع کولو کې پاتې راتلل دي، چې له مخې يې واضح شي چې دا کمېټه به د پاکستان وزيراعظم ته او که کيبنټ ډويژن ته جوابده وي.

ورځپاڼې د ترهګرۍ پر ضد د قامي امنيت په اداره کې د مسلکي کسانو د نه جذبولو مساله د څلورم علت په توګه ياده کړې ده، او زياتوي چې د دې ادارې لپاره د يوه تکړه مشر د ټاکلو پرېکړه لا تر دې دمه د ځنډ ښکار ده. پر دې سربېره، دا خبره هم واضح نه ده چې ياده اداره به د پاکستان د وزيراعظم او که د داخله چارو وزارت لاندې کار کوي.

ورځپاڼه کاږي، کله هم چې پاکستان په داخلي توګه د امنيت له مسالو سره مخامخ کيږي، لکه په هېواد کې د طالب وسله والو ترهګريز فعاليتونه، نو مسلکي کسان د دغه رقم ننګونو د حل لپاره د پنجاب صوبې لارښونو ته ځير کيږي.

دوی زياتره وخت په ۱۹۹۰ م کالونو کې په ياده صوبه کې د راپورته شويو فرقه ييزه شخړو د له منځه وړلو مثالونه ورکوي چې د دې صوبې د سياسي قوتونو د يووالي له وجې ممکن شول.
د پنجاب سياسي ګوندونه د خپلو پوليسو د کاري ظرفيت په لوړلو سره په دې بريالي شول چې د لښکر جنګوي او سپاه صحابه په څېر ترهګرو ډلو لخوا جوړ کړل شوی فرقه ييز تاوتريخوالی له مينځه يوسي.

په ليکنه کې دغه راز ويل شوي، د پنجاب پوليسو ځکه بريا بيامونده چې د پاکستان د استخباراتي ادارو ملاتړ ، يو واضح مشن او قابل مشران يې درلودل.
XS
SM
MD
LG