د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ولګاګراد حملو لومړي قربانیان خاورو ته وسپارل شول


پراګ - د روسیې په ولګاګراد کې د دوو ځانمرګو حملو لومړي قربانیان خاورو ته سپارل شوي دي.


د وروستیو مراسمو لپاره سخت امنیتي انتظامات شوي ول. د سې شنبې پر ورځ، ۲۹ کلن سېرګې ناليبېکو او ۲۷ کلن لیونېد سوشوف د ښار په هدیرو کې خاورو ته وسپارل شول.

د دوو نورو کسانو وروستي مراسم به په چارشنبه کېږي.

تر دې مخکې روسي چارواکو وویل، د اتوار او پرونۍ ورځو په دوو ځانمرګو حملو کې د وژل شویو شمېر نن ۳۴ ته رسېدلی دی.

چارواکو خبرداری ورکړ چې د ځینو ژوبلو روغتیايي حالت خراب دی.

تر دوو ځانمرګو حملو وروسته روسي چارواکو د ولګاګراد کوڅو او ښاري ټرانسپورټ امنیت لپاره شا و خوا ۵۲۰۰ پولیس او د کورنیو چارو وزارت سرتېري ځای پر ځای کړي دي.

له دې سره د کوساک رضا کاران په کوڅو کې ګزمه هم کوي.

تر پېښو وروسته په ښار کې شا و خوا ۸۷ کسان ځکه نیول شوي دي چې یا خو یې ګرفتاري نه ورکوله او یا هم ورسره قانوني اسناد نه ول.

د حملو په غبرګون کې امریکا د اولمپیک لوبو امنیت تیاریو لپاره له روسیې سره د ((نېږدې همکارۍ)) وړاندیز کړی دی.

اولمپیک لوبې د روسیې په سوچي کې شا و خوا یوه نیمه میاشت وروسته (فبروري ۲۰۱۴) پیلېږي.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت په شمالي قفقاز کې پر اسلامپالو وسله والو د دواړو حملو پړه اچولې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG