د لاسرسي ځای

تازه خبر

مولانا سمیع الحق دې له طالبانو سره د خبرو هڅې ګړندۍ کړي، نواز شریف


اسلام اباد - د پاکستان وزیر اعظم نواز شریف، مولانا سمیع الحق ته ویلي دي چې له طالبانو سره د خبرو لپاره دې هلې ځلې ګړندۍ کړي.


د سې شنبې پر ورځ په اسلام اباد کې نواز شریف د جمیعت علمای اسلام (س) له مشر مولانا سمیع الحق سره خبرې وکړې.

د مولانا سمیع الحق ګوند ویاند مولانا یوسف شاه مشال راډيو ته د ملاقات په اړه وویل چې دواړو تر یوې نیمې ګېنټې له یو بل سره خبرې وکړې.

یوسف شاه وايي، نواز شریف شدید خواهش وښود چې مولانا سمیع الحق له طالبانو سره خپلې رابطې تېزې کړي او د سولې خبرې پیل کړي.

د ده په خبره، په ځواب کې ورته سمیع الحق وویل دی به له طالبانو سره خبرې وکړي او بیا به وزیر اعظم خبر کړي چې څنګه پرمختګ وکړي.

یوسف شاه وویل، سمیع الحق نواز شریف ته وویل چې د میرعلي په پېښه کې د وژل شویو او تاواني شویو کورنیو د زیان ازاله دې وکړي.

د شمالي وزیرستان په میرعلي کې د پاکستان پوځ په بمبارۍ کې د ولس په وینا، ۷۰ کسان ووژل شول او د میرعلي بازار ته لوی تاوان ورسېد.

د پاکستان پوځ د ولسي وګړو مرګ ژوبلې په اړه څه نه وايي، خو په نښته کې د ۲۳ وسله والو وژنې خبره کوي.

د یوسف شاه په خبره، تر اوسه د پاکستان حکومت له طالبانو سره د خبرو سنجیده هڅې نه دي کړې.

خو ده زیاته کړه چې دی هیله من دی چې د سولې خبرې به پرمخ ولاړې شي.

د بې پیلوټه الوتکو په حملې کې د تحریک طالبان پاکستان پخواني مشر حکیم الله مسود تر وژنې وروسته، د غورځنګ نوي مشر مولانا فضل الله وویل، دی به د پاکستان له حکومت سره خبرې ونکړي.
XS
SM
MD
LG