د لاسرسي ځای

د خوست د شورا رئیس په دفتر کې چاودیدونکي توکي ځای پر ځای شوي وو


د خوست امنیتي چارواکي وايي، چې د نوموړي ولایت د ولایتي شورا رئیس سیدکریم خان خاکسار په دفتر کې يې په یو مصنوعي ګلدان کې ځای پر ځای شوي چاودیدونکي توکي شنډ کړي دي.


د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر سمونوال محمد یعقوب مندوزي مشال راډیو ته وویل، چې نوموړی ګلدان د نامالومو کسانو له خوا سید کریم خان خاکسار ته د حج د مبارکۍ په پلمه وروړل شوی وو، خو کله چې د ده ساتونکي د ګلدان وزن ته متوجه شوي، نو د امنیه قوماندانۍ پولیسو ته يې اطلاع ورکړه.

مندوزي زیاته کړه په دې پېښه کې په خپله ولایتي شورا رئیس په نښه شوی وو، خو د پېښې او چاودنې له رامنځته کېدو وړاندې قضیه کشف شوه، او یاد چاودیدونکي توکي د پولیسو له خوا د ښاره بهر سیمه کې والوځول شول.

بلخوا په خپله ولایتي شورا رئیس د نوموړې قضیې په اړه مشال راډیو ته وویل، چې مصنوعي ګلدان د یو شمېر کسانو له خوا د ده په غیاب کې د موټر په واسطه وروړل شوي وو او د دروازې ساتونکي ته يې ویلي ول چې دا ګل يې ده ته جوړ کړی او دوی په تلیفون کې ولایتي شورا رئیس ته خبر ورکړی دی.

د هغه په وینا د نوموړو کسانو پېژندګلوي نه ده شوې.
ځايي پولیس هم وايي، چې د قضیې د عاملینو د نیولو له پاره يې هڅې پیل کړي دي.
XS
SM
MD
LG