د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بګرام له زندانه ۶۵۰ زندانیان خوشې کړل شوي دي


د افغانستان د بګرام زندان د بندیانو د دوسیو د څیړنې کمېټۍ وايي چې د شاوخوا نهو میاشتو څیړنو په نتیجه کې یې (شپږ سوه پنځوس) بندیان له دې زندانه خوشي کړي دي.
د دې کمېټۍ یو غړي عبدالشکور دادرس نن خبریالانو ته وویل چې د خوشي شوو بندیانو د جرم په اړه کافي شواهد موجود نه و.
نوموړي زیاته کړه چې د ( اوه سوه څلور شپته) بندیانوله څېړل شوو مقدمو څخه یې (یو سل څوارلس) دوسیې د لا نورو څېړنو لپاره لویې څارنوالۍ ته لېږلې دي.
د بګرام زندان مسوولیت د روان کال په لومړیو کې له امریکایانو څخه افغان حکومت ته و سپارل شو. له هغه وروسته افغان ولسمشر حامد کرزي یو فرمان صادر کړ او په دې زندان کې یې د افغان بندیانو د مقدمو د څارلو دنده ور وسپارله.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG