د لاسرسي ځای

د خوست د شیخ زاید پوهنتون زده کونکي د دندو له نه موندلو شکایت کوي


د خوست شیخ زاید پوهنتون د سږني ګال یو شمېر فارغان وايي، چې دوی د تحصیل په جریان کې د عملي زده کړو په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخامخ ول او دوی ته د عملي تجربو د ترسره کولو له پاره امکانات محدود ول، خو د یاد پوهنتون چارواکي وايي، چې د پخوا په پرتله د نوموړي پوهنتون په عملي او نظري زده کړو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.

د خوست شیخ زاید پوهنتون د سږني کال فارغین چې شمېر يې ۶۲۲ تنو ته رسیږي. د یاد پوهنتون د لسو بیلابیلو پوهنځیو نه فارغان شوي دي وايي، چې د زده کړو په بهیر کې یې د عملي او ستاژ زده کړو له پاره لازم امکانات نه درلودل، همدارنګه یو شمېر نور بیا راتلونکو کاري فرصتونو ته په اندېښنه کې دي او وايي، چې ښايي دوی له پاره ژر مسلکي دندې ونه موندل شي.

نجیب الله چې د نوموړي پوهنتون د طب پوهنځي نه فارغ شوی وايي، چې د عملي
زده کړو له پاره يې لازمې اسانتیاوې نه درلودې:

((نوم مې نجیب الله دی، شپږ کاله مې په شیخ زاید پوهنتون کې زده کړې کړي دي، دا دوره یوه اوږده دوره وه، خو د خوشالۍ نه ډکه دوره وه. څومره استادان چې د طب پوهنځي د هر صنف له پاره بسنه کوي، موجود نه وو، زموږ په استادانو هم بوج وو او په محصلانو هم بوج وو، خو بله خبره عملي زده کړې دي، موږ د عملي زده کړو له پاره روغتون نه لاره، نه تر اوسه شفاخانه لرو، هغه د ټکنالوژۍ او انټرنیټ اسانتیا موجوده وه، خو بسنه يې نه کوله.))

د طب پوهنځي فارغ مدیر وايي د عملي زده کړو نه ترلاسه کول بې اغېزې نه دي، ځکه دوی تر اوسه عملاً د ناروغ درملنه نه ده کړې، خو دی وايي چې په روغتون کې به کاري تجربه پیدا کړي او خلکو ته به تر خپله وسه خدمت وکړي:

((په عملي ډګر کې به خامخا موږ څه نا څه ستونزې ولرو، ځکه چې موږ د ناروغ سره نه یو مخامخ شوي، یوازې مو په کتاب کې یو څه لوستي دي، چې یو څه وخت په شفاخانه کې تېر کړو نو بیا به ورسره په خپله بلد شو، په ټول افغانستان کې د عملي زده کړو کچه ټیټه ده، بیا هم موږ به انشاالله کوم څه چې په دماغو کې ثبت کړي دي، دا به موږ د خلکو خدمت ته وړاندې کړو.))

عبدالصمد روحاني، چې د اقتصاد پوهنځي نه سږ کال فارغ شوی اندېښنه لري، چې ممکن ژر ورته په اړونه مسلک کې کاري زمینه برابره نه شي:

((د کار زمینه په افغانستان کې کمه ده، یانې کاري فرصتونه بیخي کم دي، نو موږ سره دا اندېښنه موجوده ده، چې موږ به همداسې بیکاره وګرځوو، د افغانستان دولت نه او د نړیوالې ټولنې زما دا ارزو ده، چې دوی د افغانستان د لیسانس فارغینو له پاره د کار ښې زمینې مساعدې کړي.))

بلخوا د شیخ زاید پوهنتون د حقوقو پوهنځي رئیس او د نوموړي پوهنتون سابقه لرونکی استاد محمد الله مندوزی وايي، چې په تېرو دولسو کالونو کې په شیخ زاید پوهنتون کې د عملي او نظري زده کړو او نورو تخنیکي ټکنالوژیکي برخو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی:

((اوس الحمدالله موږ هم خصوصي کتابتونونه لرو، هم کمپیوټر لب لرو، چې هم محصلان د کمپیوټر په برخه کې او هم د انټرنېټ نه د مطالعې او ریسرچ په برخه کې ورځني استفاده کوي، نو دا یو تغیر، تبدیل او بهبود دی، چې اوسمهال رامنځته شوی دی، نو هغه وخت کې داسې څه موږ نه درلودل، نن ښه صحیح چپټرونه لرو، ښه قوي کتابونه لرو، استادانو مو د هغه وخت په پرتله کافي تجربه ترلاسه کړې ده، نو په دې کې زیات تغیر راغلی دی او دا تغیر د
پام وړ دی او څوک يې باید نادیده و نه بولي.))

د خوست شیخ زاید پوهنتون رئیس پوهندوی محمد رسول باوري هم وايي، چې دوی د اتو زره محصلانو له پاره د لیلې او درسي خونو په برخه کې ډېرې ستونزې لري، هغه همدارنګه د برښنا او ټرانسپورټ ستونزې مهمې بولي او نوموړي پوهنتون ته د پاملرنې غوښتنه کوي:

((موږ په تدریسي برخه کې له ډېرو جدي ستونزو سره مخامخ یو، چې موږ د اتو زره محصلینو له پاره مناسب او کافي ځای نه لرو، موږ د یوولسو پوهنځیو له پاره اته ودانۍ لرو، حال دا چې موږ اوسمهال یوولس پوهنځي د ورځې او درې پوهنځي د شپې له خوا لرو، دویمه خبره چې اداري برخه کې ده، او موږ په دې برخه کې د یو شمېر جدي ستونزو سره مخامخ کیږو، هغه د برښنا او ټرانسپورټ مسله ده، موږ هیله من یو چې راتلونکی کال هغو وعدو سره چې شوي دي، موږ ته د ولایت مقام له خوا برق تمدید شي او همداشان زموږ د محصلینو ټرانسپورټي
ستونزه ده.))

د یادونې وړ ده، خوست شیخ زاید پوهنتون په اوسني وخت کې په افغانستان کې د لویو تحصیلي موسسو په کتار کې راځي، چې په څوارلسو بیلابیلو پوهنځیو کې یې تر اتو زرو ډېره محصلان چې د افغانستان د نږدې ټولو ولایتونو اوسیدونکي دي زده کړې کوي.
XS
SM
MD
LG