د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پېنډۍ کې د امام بارګاه دوه ساتونکي پولیسان وژل شوي دي


د پاکستان د پنجاب صوبې په راولپېنډۍ ښار کې نن پر یو امام بارګاه ولاړو پوليس عسکرو ډزې شوي دي چې په نتيجه کې یې د پولیس دوه عسکر وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

د راولپېنډۍ د رېس کورس تاڼې چارواکو مشال راډیو ته وویل چې پر موټرسایکل سپرو دوو نامالومو وسله والو پر مصریال سړک جوړې قصر شبير امام بارګاه ولاړو پوليسو ډزې وکړې.

تر اوسه چا د دې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخیستې.

د یادونې وړ ده چې د عاشورې څلوېښتمې په مناسبت هم په کراچۍ کې د اهل تشیع پر ماتمي جلوسونو حملې شوې وې چې په کې مرګ ژوبله شوې وه.

په پاکستان کې سختدریځې ډلې وخت په وخت پر اهل تشیع لږکیو حملې کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG