د لاسرسي ځای

تازه خبر

په امریکا کې نیول شوي امریکايي عسکر خوشي شوي دي


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، د لیبیا حکومت څلور امریکایي پوځيان د لنډ وخت لپاره ونيول او بيا خوشې کړل.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې جین ساکي په دې اړه نور تفصیل ورنکړ چې دغه عسکر ولې نیول شوې وو، خو وايې، چارواکي هڅه کوي د دې پېښې په اړه مالومات وکړي.

د اعلاميې له مخې، دغه څلورو عسکرو صبراته ته نږدې امنيتي تياريانی کولي چې ونيول شو.

دا په ٢٠١١م کال کې د پخواني واکمن معمر قذافي د لرې کېدو راهيسې په ليبيا کې تازه داسې پېښه ده، چې امريکايان پکې نیول شوي.

د اکتوبر په مياشت کې امريکايي کومانډوز د ابو انس الليبي په نامه يو کس په طرابلس کې ونيوه، چې وییل کیږي، د القاعده شبکې غړى دى.

د ۲۰۱۲م کال د ستمبر په میاشت کې څلور کسان چې پکي د لیبیا لپاره امریکایي سفیر هم شامل وو، په بن غازي کې په امریکایي کونسلیټ د اسلا مي اورپکو لخوا په حمله کې وژل شوې وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG