د لاسرسي ځای

تازه خبر

په جنوبي وزیرستان کې د پاکستانیو ځواکونو په مورچل کې چاودنه شوېده


د جنوبي وزیرستان په سره روغه کې تیره شپه د پاکستان امنیتي عسکرو په یو مورچل کې بمي چاودنه شوې ده.

له سیمې د مشال راډیو خبریال وايي چې طالبان په دې برید کې د شپږو پاکستانیو عسکرو د وژلو او څلور نورو تپي کولو ادعا کوي.

بل پلو د پاکستان د امنیتي ځواکونو چارواکو د دې برید پخلی کړی دی خو د طالبانو له خوا شوې ادعا یې رد کړېده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG