د لاسرسي ځای

تازه خبر

رحیم زیارتوال: د سړي تښتونې پر ضد به د پارلمان مخې ته احتجاج کوو


د بلوچستان د اطلاعاتو صوبايي وزیر عبدالرحیم زیارتوال خبري غونډې ته وینا کوي
د بلوچستان د اطلاعاتو صوبايي وزیر عبدالرحیم زیارتوال خبري غونډې ته وینا کوي
کوټه : د بلوچستان ټول سیاسي ګوندونه وايي چې د سیاستوال ارباب عبدالظاهر کاسي د تښتوونې پر ضد او د هغه د راخوشي کولو لپاره به په اسلام اباد کې د پارلیمنټ هاوس مخې ته احتجاج کوي او له وزیراعظم او ولسمشر سره به ملاقاتونه کوي.

د عوامي نیشنل ګوند له خوا د روانې مياشتې پر ۲۴مه نېټه د یاد ګوند د سیاستوال ارباب عبدالظاهر کاسي د تښتوونې پرضد ټول ګوندیز کنفرانس رابلل شوی وو. په دې کنفرانس کې د شریکو ګوندونو د استازو دویمه غونډه د جمعې په ماسپښين په کوټه کې وشوه.

په غونډه کې شریکو سیاستوالو پرېکړه کړې چې د بلوچستان له وزیراعلی ، ګورنر ، د پاکستان له وزیراعظم او ولسمشر سره به ویني چې په کوټه او ټوله صوبه کې د پيسو لپاره د سړي تښتوونې پېښو ته د پای ټکی کښېښودل شي.

په داسې صورت حال کې نه موږ په دې ملک کې او نه هم له نړۍ سره تلای شو
دا خبري د شنبې په ورځ غرمه مهال د ټولو سیاسي ګوندونو په نمايندګۍ د بلوچستان د اطلاعاتو وزیر عبدالرحيم زیارتوال کړې دي.

هغه وویل ً ټولو سیاسي ګوندونو پرون په یوه خوله دا پرېکړه وکړه چې د جنورۍ پر لومړۍ نېټه به موږ له وزیراعلی ډاکټر عبدالمالک بلوڅ سره وينو. او له هغه څخه به خواست کوو چې له ګورنر سره زموږ ملاقات راوکړي. بیا به له ګورنره خواست کوو چې زموږ د استخباراتو او نورو امنیتي ادارو مشران دي راوغواړي چې د هغوي په مخ کې موږ خپلې غوښتنې کښېږدو او له دوی به هم مرسته غواړوً.

د عبدالرحيم زیارتوال په خبره تر دې وروسته به د بلوچستان ځيني صوبايي وزیران او د پاکستان په سینيټ او قامي اسمبلۍ غړي ټول د جنورۍ پر ۱۲مه ڼېټه د پارلیمنټ هاوس مخې ته احتجاج کوي چې تښتوول شوی سیاستوال ارباب عبدالظاهر کاسی له تښتوونکو راخلاص کړل شي. او نور دې د انسانانو د خرڅېدلو دې کاروبار ته د پای ټکي کښېښودل شيً.
دې حکومت ته دا ستونزه له مخکيني حکومته پاتې شوې ده. د دې د ختمېدو لپاره د جدي ګامونو پورته کولو ضرورت دی

عبدالرحيم زیارتوال زیاته کړه چې په دې احتجاج کې به د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر او د قامي اسمبلۍ غړی محمود خان اڅکزی ، د جمعیت علماء اسلام ف صوبايي امیر مولانا محمد خان شیرانی، وفاقي وزیر عبدالقادر بلوڅ ، سردار اختر مینګل ، او له بلوچستان صوبې سره تعلق لرونکي نور وفاقي وزیران هم برخه اخلي.

اوس پوښتنه دا ده چې ايا د بلوچستان صوبايي حکومت ناکامه شوی دی چې اوس له مرکزي حکومته غوښتنه کېږي؟

صوبايي وزیر شيخ جعفرخان مندوخېل د دې پوښتنې په ځواب کې وویل چې يوازې دوی نه بلکې تردې وړاندې حکومتونه هم په دې برخه کې ناکامه شوي وو.

هغه وویل ً دې حکومت ته دا ستونزه له مخکيني حکومته پاتې شوې ده. د دې د ختمېدو لپاره د جدي ګامونو پورته کولو ضرورت دی. او د هغه لپاره موږ ټول چې په حکومت کې شامل ګوندونه یو، دا وايو چې موږ تر اوسه په دې کې نه یو کامیابه شويً.

په دې خبري غونډه کې د شاوخوا ټولو سیاسي ګوندونو صوبايي مشرانو او غړيو ګډون درلود او ټولو په يوه خوله وویل چې د ښه امنيت او د سړي تښتونې د مخنيوي لپاره به هر قدم له حکومتي ګوندونه سره ګډ اخلي.

د بلوچستان د اطلاعاتو وزیر او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سیاستوال عبدالرحيم زیارتوال وویل چې نور په داسې ناامنه حالاتو کې نه له نړۍاو نه هم له هیواد سره تګ کولای شي.

عبدالرحيم زیارتوال زیاته کړه ًوخت راغلی دی چې دا هر څه به اوس سموو. په داسې صورت حال کې نه موږ په دې ملک کې او نه هم له نړۍ سره تلای شو. دا وخت موږ په ډېر مشکل کې يو. او له دې مشکله د وتلو لپاره چې موږ ته کومې لارې په لاس راځي پر هغوی به ځو. او امن چې زموږ د خلکو ضرورت دی هغه به خلکو ته ورکووً.

د عوامي نشنل ګوند د مخکښ ارباب عبدالظاهر کاسي کورنۍ ویلي دي چې تښتوونکو ته به په هيڅ صورت د هغه د را خوشي کولو لپاره پېسې نه ورکوي.

د بلوچستان سیاسي ګوندونو ویلې چې دا اوس د دوی ، د مدني ټولنې او هر وګړي دا فرض جوړېږي چې د ارباب ظاهر کاسي د روغ رمټ راخوشي کولو لپاره پر حکومت او اړونده چارواکو فشار واچوي.

د عوامي نیشنل ګوند سیاستوال او د کاسي قبیلې مهم مشر ارباب عبدالظاهر کاسی د روان کال د اکتوبر میاشتې پر ۲۳مه نېټه د کوټې له ښاره وتښتوول شو. تر اوسه نه چا په ډاګه د هغه د تښتولو پړه منلې ده او نه هم چا [د تېرو نورو پېښو غوند] د پېسو غوښتنه کړېده.

خو بل پلو داسې ګنګوسې هم شته چې د ارباب عبدالظاهر کاسي تښتوونکو د هغه له کورنۍ د پېسو غوښتنه کړې ده خو هغوی وايي چې که تښتوونکي هر څه کوي ، دوی پېسې نه ورکوي.

په بلوچستان صوبه کې له مودې راهیسې د ناامنۍ د نورو پېښو تر څنګ د پیسو لپاره د سړي تښتوونې پېښې هم دوام لري. په دې کې زیاتره وخت د کوټې په ګډون له بېلا بېلو سیمو ډاکتران ، وکیلان ، تجاران ، سیاستوال ، لږکيان [اقلیتي وګړي] او نور شتمن کسان تښتوول کېږي. دا خلک بیا تښتوونکو ته له پېسو ورکولو وروسته خوشي شي.

په دې وروستيو کې په کوټه کې د زړه د ناروغۍ مشهور ډاکتر مناف ترین تښتوول شوی وو چې د ډاکترانو د اتحاديې د مشر ډاکتر سلطان ترین په خبره د کورنۍ له خوا يې تښتوونکو ته شاوخوا پنځه کروړه روپۍ ورکړل شوې او بیا خوشی شو.

تښتول شوي زیاتره کسان چې کله خوشي شي نو بیا نه د خپل بند کیسه کوي او نه هم دا مني چې دوی تښتوونکو ته څومره پېسې ورکړې دي.
XS
SM
MD
LG