د لاسرسي ځای

تازه خبر

'په کرمه ایجنسۍ کې بجلي د نیشت برابره ده'


په سوات کې د بجلۍ د لوډشېډنګ پر ضد د مظاهرې یو پخوانی عکس
په سوات کې د بجلۍ د لوډشېډنګ پر ضد د مظاهرې یو پخوانی عکس
طارق اورکزی

د کورمې ایجنسۍ خلک وايي چې په سیمه کې لوډشیډنګ دومره زیات شوی دی چې په شپه او ورځ کې تر ۲۰ ساعتونو [ګهنټو] بجلي نه وي.

د دې سیمي یو اوسېدونکي محمد انیس مشال راډیو ته وویل چې د بجلۍ د تګ او راتګ هیڅ وخت نه وي مالوم او چې کله یې خوښه وي نو یې راباندې بنده کړيً.

د محمد انیس په خبره ، کله کله خو یې نه په شپه راپرېږي او نه هم په ورځ.

د صدې سیمې ملک حاجي صحبت خان اورکزي له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې په شپه او ورځ کې درې یا څلور ګنټې بجلي وي کوم چې د دوی بنیادي ضرورتونه نه پوره کوي.

د قبایلی سیمو د بجلۍ د محکمې ویاند محمد انور مشال راډیو ته وویل چې په ملک کې د بجلۍ کمي ده او له هم دې کبله په کورمه کې هم لوډشېډنګ زیات دی.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:25 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG