د ايران د ستر مذهبي مشرعلي خامنه یي د بهرنۍ پاليسۍ عالي رتبه سلاکار د تهران پر اټمي پروګرام له امريکا سره د مستقيمو خبرو اترو غوښتنه وکړه.
علي اکبر ولايتي چې د ولسمشریزی د انتخاباتو يو کانديد و، د ايران يوه ټلويزيون ته په مرکه کې وويل، دا به ډېره ګټوره وي، چې د ايران اسلامي جمهوريت د پنځه جمع يو هېوادونو لکه: امريکا، روسيې، فرانسې، برتانيا، چين او جرمني له استازو سره يو په يو خبرې وکړي.
دغو هېوادونو د ايران پر اټومي پروګرام تېره مياشت پر يوه لومړني توافق خبرې وکړي.
د ايران دولتي رسنۍ د ولايتي دا وينا را اخيستې چې ويلي يې دي:
”تر هغو چې له شپږو ځواکمنوهېوادونو سره يو په يو خبرې ونه کړو، سم لوري ته به نه يو روان“