د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان او تاجکستان تر منځ د کرکټ سيالۍ پيل شوې


د ننګرهار د غازي امان الله د کرکټ په نړيوال لوبغالي کې د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې او تاجکستان د کرکټ ملي لوبډلې تر منځ سيالۍ د جمعې په ورځ پيل شوې.

د ننګرهار د غازي امان الله د کرکټ په نړيوال لوبغالي کې د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې او تاجکستان د کرکټ ملي لوبډلې تر منځ سيالۍ د جمعې په ورځ پيل شوې، په لومړۍ لوبه کې د افغانستان الف لوبډله په دې وتوانيدله چې د تاجکستان ملي لوبډلې ته ماتې ورکړي.


ټاکل شوې وه چې د دغو سياليو دوه لوبې به پنځوس اووريزه وي خو د وخت د کمبود له امله څلويښت اووريزه لوبه وشوه چې لومړۍ توپ وهنه د افغانستان د کرکټ الف لوبدلې وکړه چې د تاجکستان ملي لوبډلې ته يې د ۲۹۱ منډې هدف وټاکه. خو د تاجکستان ملي لوبډلې ټول لوبغاړي په ۳۷ اوورونو کې وسوزيدل او ۱۵۴ منډې يې جوړې کړې.

د سياليو تر پيليدو د مخه د افغانستان د کرکټ بورد مشر شهزاده مسعود د ننګرهار په ولس غږ وکړ چې د تاجکستان د لوبډلې ميلمه پالنه وکړي.

(( دا د افغانستان د کرکټ په تاريخ کې لومړی ځل دی چې موږ د خپل يو دوست هيواد د تاجکستان د لوبډلې ميزباني کوو. او اوس چې د تاجکستان لوبډله ننګرهار ته راغلې ده او د درې ورځو لپاره چې دوه ون ډی ميچونه دي او يو ټي ټونټي شل اووريزه لوبې تر سره کړي، زه اميدواره يم چې د افغانستان کرکټ بورډ اداره او بيا په خاصه توګه د لوی ننګرهار ځوانان او اداري چارواکي تر خپل وسه او امکاناتو پورې د دوی ښه ميلمه پالنه وکړي.))

د ننګرهار مرستيال والي محمد حنيف ګرديوال دغه شان سيالۍ د ګاونډيو هيوادونو تر منځ په دوستانه تعلقاتو اغيزمنې وګڼلې.

(( زموږ نور وطنوال په دغه موسم کې له نورو ولايتونو څخه ننګرهار ته راځي، ځکه ننګرهار ډير مناسب موسم لري، خوشحاله يم چې په دغه موسم کې د تاجکستان ملي لوبډله او زموږ د الف لوبډله به انشا الله سره لوبه کوي. او دا لوبه به زه يقين لرم چې د تاجکستان سره به زموږ دوستي نوره هم قوي کيږي. دغسې تګ راتګ چې وي د ګاونډيو ملکونو تر منځ زه په دې پوهيږم چې داپوره تاثير کوي د دواړو ملکونو په ښو ارتباطاتو او اړيکو باندې.))

د افغانستان د کرکټ بورډ اجرايوي ريس ډاکټر نورمحمد مراد وايي چې افغانستان اوس د دې جوګه شوی چې کرکټ د سياليو کوربه توب وکړي.

(( دا يوازې پيل دی انشاالله د دې لړۍ، د افغانستان د کرکټ بورډ اداره اوس د دې جوګه ده چې د دغسې ورته لوبو کوربه توب په غاړه واخلي، موږ له ځينو نورو هيوادونو لکه کينا او اماراتو سره خبرې کړي، چې په ننګرهار يا کابل کې به يې موږ کوربه توب کوو.))

دی زياتوي چې د ۲۰۱۳ م کال په اوږدو کې چې د کرکټ نړيوالې شورا کوم اهداف د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ته ټاکلې و، تر هغې يې ښه پرمختګ کړی، نړيوالو پنځوس اوريزو او شل اوريزو لوبو ته يې لاره پيدا کړه، د افغانستان ملي لوبډلې وښودله چې داسيا په کچه اتلولي راوړي، د نولس کلونو ځوانانو ټيم نړيوال جام ته لاره پيدا کړه او په لومړي مقام کې يې بری تر لاسه کړو.

ياده دې وي چې له تاجکستان سره د افغانستان د الف لوبډلې په دغه سيالۍ کې جاويد احمد ۱۱۲ منډې جوړې کړې چې د افغانستان د کرکټ بورډ له اړخه ورته د سيالۍ د غوره لوبغاړي لقب ورکړل شو.
XS
SM
MD
LG