د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کوټې شورا د يوه مهم غړي د وژلو ادعا


دا کس ملا نورالله نومېږي، په قوم هوتک دی او د طالبانو د لسګونو کسانو قومندان دی.

افغان چارواکي ادعا کوي چې د وسله والو طالبانو د کوټې د شورا يو مهم غړی په کوټه ښار کې د نامالومو کسانو له خوا وژل شوی دی. دوی وايي، دغه کس د سلو په شاو خوا کې جګړه مار درلودل او د افغانستان په زابل ولايت کې يې فعاليت کاوه.


چارواکي وايي، د طالب وسله والو دغه قومندان او د کوټې شورا مهم غړی ملا نور الله نومېږي او تېره ورځ د کوټې ښار په پښتون اباد سيمه کې د خپل کور مخته ورباندې ډزې شوې دي.
دوی وايي، ملا نورالله نه يوازې د کوټې شورا غړيتوب درلود، بلکې وايي، د لسګونو وسله والو مشري يې کوله او د زابل په شينکۍ، سيوري او نوبهار ولسواليو کې يې د کورنيو او بهرنيو سرتېرو پر ضد د جګړې مشري کوله.

د زابل د امنيت امير غلام جيلاني فراهي وايي، ملا نور الله تېره ورځ د ناڅرګندو وسله والو له خوا وژل شوی او هغوی له سيمې څخه تښتېدلي دي.

دی په دې باور دی چې د ملا نور الله له وژل کېدو سره به د زابل په ځينو ولسواليو کې د دولت پر ضد د طالبانو روانه جګړه کمزورې شي.

"دا کس ملا نورالله نومېږي، په قوم هوتک دی او د طالبانو د لسګونو کسانو قومندان دی. دی په پاکستان کې د نامالومو موټر سايکل سپرو کسانو له خوا د خپل کور مخې ته وژل شوی دی. هغه کسان تښتېدلي او موږ نه شو ويلای چې چا به وژلی وي."

تر اوسه پورې لا طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

تر دې وړاندې هم په کوټه کې د طالبانو ځينې مهم قومندانان په مرموزه توګه وژل شوي او ځينې نور په خپله د طالبانو له خوا نيول شوي وو.

زيات وخت په کوټه کې هغه طالب قومندانان په همدغسې توګه وژل کېږي، چې په افغانستان کې يې له جګړې څخه د لاس اخيستلو او له دولت سره د سولې کولو تابيا نيولې وي.

سید شاه سقیم
XS
SM
MD
LG