د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا و عراق ته نورې بې پيلوټه الوتکې استولې


امریکا په عراق کې د زیاتېدونکي تشدد د اندېښنو له وجې دې هېواد ته له هوا څخه ځمکې ته د هېلفایر Hellfire توغندیو او سکن ایګل Scan Eagle د بې پيلوټه الوتکو د محمولو په استولو کې زیاتوالی راوستی.


په واشنګټن کې چارواکو پرون د پنجشنبې پر ورځ وویل چې؛ شاوخوا پنځه اویا هیلفایر توغندي لادمخه استول شوي دي او لس بې پیلوټه کشفي الوتکې به د راتلونکي کال په لومړیو کې عراق ته واستول شي.

امریکا به پردې سربېره د ۲۰۱۴ کال کې عراق ته د اتلسو اف شپاړس الوتکو چې مخکې یې ژمنه کړې وه استول پیل کړي او د ۲۰۱۵ کال ترپایه به ټولې ور ورسوي.

د عراق وزیر اعظم نوري المالکي تېره میاشت واشنګټن ته د سفر په ترڅ کې د عراق په لیرې پرتو سیمو کې د وسله والو مخالفینو پرضد د اغېزمنو عملیاتو د ترسره کولو په مقصد د امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا لپاره د اضافي تجهیزاتو غوښتنه وکړه.

له ۲۰۰۶ او ۲۰۰۷ کلونو راهیسې په عراق کې سږنی کال ترټولو خونړۍ و، چې زرګونه کسان د شیعیه او سني وسله والو ترمینځ په نښتو کې ووژل شول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG