د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد: وزیرستان کې د ولسي خلکو د وژنو ضد مظاهره


له مشال راډیو سره په خبرو کې د احتجاج ګډونوالو وویل چې په شمالي وزیرستان کې ترهګر ازاد ګرځي او پر ولسي خلکو عملیات کېږي.

په اسلام اباد کې پښتونخوا سټوډنټس ارګنايزېشن او د پښتنو قبایلي سیمو زده کوونکو په ګډه په شمالي وزيرستان کې روان د پاکستانيو پوځې عملیاتو پر ضد احتجاج وکړ.


دوی غوښتنه کوله چې د عام ولس پر ضد دې پوځي عمليات ودرول شي. له مشال راډیو سره په خبرو کې د احتجاج ګډونوالو وویل چې په شمالي وزیرستان کې ترهګر ازاد ګرځي او پر ولسي خلکو عملیات کېږي.

د روانې ډیسېمبر میاشتې پر نولسمه نېټه د وزیرستان په میرعلي کې د پاکستاني پوځ په عملیاتو کې د څه باندې څلوېښتو ولسي وګړو د وژل ادعا کېږي، خو پاکستاني چارواکي بیا وايي چې دوی په خپلو عملیاتو کې ترهګر وژلي دي.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:28 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG