د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان راډیکاله اشرافیه


د ليکوالې په خبره، نړۍ ته د پاکستان داسې يو انځور وړاندې کول چې اوسېدونکي يې په انګرېزي ژبه خبرې او په ښاريو کې د لوړ معيار ژوند کوي، سړی يو څه پريشانه کوي.

له پاکستانه خپرېدونکې د انګريزۍ ژبې ورځپاڼې (ايکسپريس ټرېبيون) کې د ليکوالې عايشه صديقه مقاله خپره شوې ده. نوموړې د ليکنې په پيل کې په يوې نړيوالې مجلې کې د سلو تنو پاکستانيانو د نومونو د يوه ليسټ خپرېدو ذکر کړی دی. مجلې دغه کسان په بېلا بېلو شعبو، لکه ليکوالۍ، ناول نګارۍ، فيشن ډېزايننګ، اداکارۍ، سندرې ويلو او داسې نورو کې د نړۍ په کچ د پېژندل شويو تنانو له ډلې څخه ياد کړي دي.


ليکواله وايي، له داسې کولو د مجلې هدف ښايي نړۍ ته دا ښودل دي چې پاکستان يوازې د سختدريځۍ او ترهګرۍ لپاره نه پېژندل کيږي، بلکې په دغه هېواد کې داسې خلک هم شته چې په يادو شعبو کې د نورو هېوادونو له وګړو سره د سيالۍ کولو توان او صلاحيت لري.

د ليکوالې په خبره، نړۍ ته د پاکستان داسې يو انځور وړاندې کول چې اوسېدونکي يې په انګرېزي ژبه خبرې او په ښاريو کې د لوړ معيار ژوند کوي، سړی يو څه پريشانه کوي.

ليکواله زياتوي، په دې وروستيو کې مې د ترهګرۍ پر موضوع يو سيمينار کې د پاکستاني پوليس د يو پخواني افسر له خولې، چې اوس له يوې نړيوالې مرستندويه ادارې سره کار کوي، واورېدل چې څنګ د دغه هېواد غريب دې ته اړ کيږي چې په ترهګر بريدونو کې لاس ولري.

ليکواله کاږي، له اسلام اباده کارکوونکې يوې غير دولتي ادارې هم څو کلونه وړاندې همدغسې يوه مفروضه مخ ته راوړې وه چې ويلي يې ول، د خوړو کمښت وګړي ترهګر فعاليتونو کولو ته هڅوي، او ځکه نو د پاکستان په قبايلي سيمو او بلوچستان صوبه کې د تاوتريخوالي پېښې زياتې کيږي.

ليکواله پر دې مفروضې د اعتراض په توګه وايي چې که وکتل شي، په دغو سيمو کې د خوراکي موادو کمښت دومره لوړې کچې ته نه دی رسېدلی لکه د ترهګرۍ پېښې چې پکې زياتې شوې دي.

د ليکوالې په اند، له دې امله چې غربت او ترهګري يو له بل سره تړل شوي څیزونه ښودل شوي دي، د دې مسالې د حل لپاره نړيوالې ادارې هم اسانې او ساده لارې تعقيبوي.

ليکواله زياتوي، کېدلای شي د غربت ختمولو لپاره د اساسي او موثره پاليسيو نه راوړلو تر شا لامل هم دا وي چې رياست نه غواړي د خپلو دښمنانو، چې بې وزله خلک دي، حالت ښه کړي.

په ليکنه کې راغلي، د پاکستان اشرافيه راډيکل سوچ لري. دوئ پر خپلو نظريو د تجربو په ترڅ کې د هېواد د بې وزله ولس استحصال کوي، او هم يې بيا د تاوتريخوالي پېښو لپاره ګرموي.

په ليکنه کې د هېواد د مذهبي اشخاصو په اړه ويل شوي چې دوی هم د همدغې اشرافيه طبقې په څېر نه غواړي چې د ټولنې غريب او کمزوري خلک د ښې ورځې خاوندان شي.
XS
SM
MD
LG