د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: صنعتي کنفرانس تر سره شو


په ننګرهار کې د ملي صنعت د پراختيا او ودې يو ورځينی کنفرانس د پنجشنبې په ورځ تر سره شو. په دغه کنفرانس کې د افغانستان د سوداګرۍ وزرات پر چارواکو سربيره د دغه هيواد په کچه ملي سوداګر او صنعتکارو برخه لرله.

په ننګرهار کې د ملي صنعت د پراختيا او ودې يو ورځينی کنفرانس د پنجشنبې په ورځ تر سره شو. په دغه کنفرانس کې د افغانستان د سوداګرۍ وزرات پر چارواکو سربيره د دغه هيواد په کچه ملي سوداګر او صنعتکارو برخه لرله.


دغه کنفرانس چې د ننګرهار په شاهي ماڼۍ کې تر سره شو د افغانستان د پانګه اچونې د ملاتړ ادارې ايسا او د افغانستان د ملي صنايعو سرتاسري ټولنې په ګډه جوړ کړی و.
د افغانستان د پانګه اچونې د ملاتړ ادارې ايسا مشر وفي الله افختار وويل چې دوی په خصوصي سکتور کې صنعت د پراخيتا لومړيتوب ورکوي.

(( موږ ډير سکتورونه بايد حمايه کړو، اما د ټولو سکتورونو تر څنګ موږ صنعت ته لومړيتوب ورکړی دی. تر څو چې زموږ صنعت پرمختګ ونه کړي دغه نور سکتورونه که وده وکړي هم، هغه موقتي دي. ځکه صنعت زموږ هغه سکتور دی چې زموږ د اقتصادي پرمختګ، زموږ د خودکفايي، زموږ د ملي حاکميت او ټول سياسي او امنيتي ثبات هم په همدغه صنعت کې خوندي کيږي.))

د افغانستان د سوداګرۍ خونو مرستيال خان جان الکوزي له ايسا ادارې نه مننه وکړه چې د سوداګرۍ او صنعت په برخه کې له دوی سره مرسته کوي.

(( خوشبختانه چې د ايسا په اداره کې دا ظرفيت جوړ شوی چې هم زموږ پلانونه په علمي او تخنيکي لحاظ ريسرچ کوي، تاجرانو او صنعتکارانو ته مشورې ورکوي، نه تنها دا چې دا کار کوي، بلکې د مارکيټ او بازار يابۍ په ارتباط باندې هم د نمايشګاوو د جوړولو په ارتباط له موږ سره همکاري کوي. د ايسا اداره نن د صنعتکارانو سره اوږه په اوږه هلې ځلې کوي، دوی ډير داسې کارونه کړي چې په تيرو لسو کلونو کې متاسفانه نه دي شوي.))

د ننګرهار د صنايعو ټولنې مرستيال اينجنير غلام حسين له دولت نه وغوښتل چې کارخانه دارو ته دې د اوه کلونو لپاره ماليه معاف کړی شي.

(( په ننګرهار کې د هغه ټولو فابريکو ته د ماليې څخه معافيت ورکړي، په ننګرهار کې دې فابريکو ته د خامو موادو د واردولو په برخه کې ګمرکي تعرفي معافيدل، چون ننګرهار د يوه ګاونډي قوت سره وصل دی، دې د ننګرهار په صنعت باندې منفي تاثير کړی دی. ځکه بيروني توليدات په کې په ډير کم لګښت باندې په ډير کم زمان کې رسيږي، نو په دې خاطر باندې موږ تخفيف غواړو.))

د افغانستان د سوداګرۍ وزارت معين مزه مل شينواري وويل چې د سوداګرۍ وزارت داسې يوه پاليسې تياره کړې چې له وجې به يې صنعتکارو ته ډيرې اسانتياوې برابرې شي.

(( موږ د صنايعو پاليسې د کابينې له طرف نه منظوره کړه. اول چې موږ بايد وګورو په کومو توليداتو کې چې برتري لرو په هماغې باندې ترکيز وکړو. دويم څنګه موږ کولای شوو چې بريښنا ورته ورسوو، دريم څنګه موږ کولای شوو چې اوږ مهالې او لنډمهالې قرضې ورته ورکړو او د هغې تر څنګ ورته لازمه زمينه مساعده کړو تر څو پانګه وال وکولای شي چې په داخل د افغانستان کې پانګونه وکړي.))

په افغانستان کې تر دوه نيم زرو پورې لويې او وړې کارخانې فعالې دي چې دولس سوه يې په صنعتي پارکونو کې موقعيت لري او ديارلس سوه يې په کليو، بانډو او ښارونو کې توليدات کوي.
د يادولو ده چې تر کنفرانس وروسته د افغاني توليداتو درې ورځينې نندارتون هم پرانستل شو.
XS
SM
MD
LG