د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلخ: افغان پولیسو د تښتونکو یوه ډله ونیولې


د بلخ امنیې قومندانۍ چارواکي وايي، د خلکو تښتونکو او قاتلانو یوه نهه کسیزه ډله یې نیولې ده.


د بلخ د پولیسو عمومي قومندان عبدالرحمن رحیمي مشال راډیو ته وویل، چې دا کسان د شولګرې په ولسوالۍ کې نن د پولیسو د عملیاتو په نتیجه کې نیول شوي دي.

ښاغلي رحیمي وویل، په نیولو شویو کسانو باندې د بېلابېلو وژنو ادعاوې دي او په اړه شواهد هم په لاس کې دي چې؛ ډېر ژر به یې دوسیې څارنوالۍ ته ولیږل شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG