د لاسرسي ځای

تازه خبر

انټارکټیکا کې د روسیې نښتې بېړۍ راوېستو ته درې بېړۍ ولاړې


روس: د روسیې بېړۍ سپارټا په د انټارکتیکا سمندر په راس خلیج کې نښتې ده
روس: د روسیې بېړۍ سپارټا په د انټارکتیکا سمندر په راس خلیج کې نښتې ده

درې واورې ماتوونکې بېړۍ د انټارکټېکا بحر ته روانې شوې دي چې نښتې روسۍ بېړۍ خلاصه کړي.


د اسټرالیا د بحري حفاظت ادارې نن وویل، دوی پرون د اکاډیمیک شوکلاسکې په نوم له یوې څېړنیزې بېړۍ د اندېښنې پیغام تر لاسه کړ چې په واوره کې نښتې ده.

په روسي بېړۍ کې ۷۴ کسان سپاره دي. د بحري حفاظت ادارې یوه ویاند ویلي، روسي بېړۍ په خطر کې نه ده. اکاډیمیک شوکلاسکې بېړۍ د سر ډوګلاس ماسن په څېر څېړنیز سفر کوي.

ماسن ۱۰۰ کاله مخکې هم هغه تجربې کړې وې چې اوس یې د روسي بېړۍ پوهان کوي. دا لا نه ده جوته چې روسي بېړۍ به خپلو څېړنو ته دوام ورکړي او که له واورې تر خلاصېدو وروسته به نیوزي لینډ ته لاړه شي. د اسټرالیا بحري حفاظت اداره وايي، د دوی ژغورندویه بېړۍ به سبا ناوخته تر نښتې بېړۍ ور ورسي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG