د لاسرسي ځای

تازه خبر

لوګر: چاودنې شپږ تنه ووژل



افغان چارواکي وايي، د تېرې چارشنبې پر ورځ په لوګر ولایت کې په یوه بایسېکل کې د ایښودل شوي بم چاودنې لږ تر لږه شپږ کسان وژلي دي.


د ولایتي حکومت ویاند دین محمد دروېش پرون وویل، بایسېکل د ولایت په مرکز پل عالم کې د پولیسو له یوې پوستې سره درول شوی وو.

د ده په خبره، په چاودنه کې ۱۳ کسان ژوبل شوي دي. چاودنه د خلکو د ګڼې ګوڼې په ځای کې شوې ده.

د یوه بل خبر تر مخه، په کابل کې امریکايي سفارت ویلي دي، دوه توغندي پرون سهار د سفارت ودانۍ دننه لګېدلي دي. د سفارت په خبره، په پېښه کې مرګ ژوبله نه ده شوې. وسله والو طالبانو د راکټونو ورولو پړه منلې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG