د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تښتونو ضد د هرنايي – کوټې پر لویه لار کانکیندونکو احتجاج وکړ


د مشال خبریال خدای نور ناصر له کانکیندونکو سره د خبرو پر مهال
د مشال خبریال خدای نور ناصر له کانکیندونکو سره د خبرو پر مهال

د هرنايي سيمې يو چارواکي سجاد ګل وايي تښتول شوي کان کيندونکي ټول د پښتونخوا صوبې د سوات د شانګلې سيمې اوسېدونکي دي

د بلوچستان د هرنايي سيمې له (شاهرګې) د اته تنه کانکيندونکي د تښتونې خلاف کان کيندونکيو پرون پر چارشنبه په احتجاج کې د هرنايي - کوټې لوی سړک د ټرافیکو پر مخ تړلى وو.


د سېشنبې او چارشنبې په منځنۍ شپه د کوټې ښار شمال ختيځ لور ته په شاوخوا ١٦٥ کيلوميټرۍ کې له هرنايي سيمې وسلوالو د ډبرو سکرو له يوه کانه اته تنه کانکيندونکي تښتول شوي دي. کان کيندونکيو د سکرو په يوه شخصي کان کې کار کاوه او د شپې کان ته نيژدې په يوه کېمپ کې ويده ول، چي څو تنو وسلوالو کسانو يې کېمپ محاصره کړ او دوى يې يوه نامالوم ځاى ته د وسلو په زور و تښتول.

د هرنايي سيمې يو چارواکي سجاد ګل وايي تښتول شوي کان کيندونکي ټول د پښتونخوا صوبې د سوات د شانګلې سيمې اوسېدونکي دي او له تېرو لسو کلونو راهيسې يې په همدې کان کې کار کاوه:

«موږ ګورو چي دوى چا وړي دي، زموږ پلټنې دوام لري، خو د سکرو د کان ټېکدار- چي دوى ورسره کار کاوه- را رسېدلى دى، هغه وايي په بلوچستان کې چي خپلواکي غوښتونکي سازمانونه فعال دي، کېداى شي دوى هم هغو وړي وي»

د بلوچستان د کانکيندونکيو د اتحاديې مشر بخت نواب يوسفزى وايي:

«د دوى له هېچا سره دوښمني نه وه، خپلې مزدورۍ ته راغلي دي، خو حکومت يې هېڅ امنيت نه ساتي، له موږ سره داسې پېښې کېږي، مخکې هم دوه درې ځله زموږ خلک وويشتل شول. د کولې له مزدورانو سره د چا څه دوښمني ده، که يې د ماين له څښتن سره شخړه وي، خبر دي راکړي، کانکيندونکي به هلته کار نه کوي او که د چا له حکومت سره ستونځه وي، له حکومت سره دي يې سپينه کړي، دا خو مزدوران دي، په شخصي کمپنيو کې مزدورۍ کوي، په دوى کې داسې کسان هم شته چي له کوره يو تن دى، په دې کې يتيمان هلکان هم شته»

بخت نواب وايي، که خداى مه کړه، د دغو تښتول شويو کانکيندونکيو ژوند ته که څه خطر پېښ شي، نو د بلوچستان د ډبرو سکرو په ټولو کانونو کې به د پښتونخوا صوبې کانکيندونکي کارونه پرېږدي.

په بلوچستان کې تر دې وړاندې کانکيندونکي او د بيارغونې په نورو پروژو کې کارکوونکي مزدوران تښتول شوي او وژل شوي دي. د تېر ٢٠١٢م کال په جولايي کې هم کوټې ښار ته نيژدې له «ډګاري» نومي ځاى څخه اووه تنه کانکيندونکي وتښتول شول او څو ورځې وروسته يې مړي وموندل شول، چي هغه هم د سوات اوسېدونکي ول.

د دغو تازه اتو تنو تښتول شويو کانکيندونکيو د تښتونې پړه لا تر اوسه هېڅ یوې وسلوالې ډلې پر سر نه ده اخیستې، خو د بلوچستان په بلوڅ مېشتو سيمو کې خپلواکي غوښتونکيو بلوڅو سازمانونو ټولو کارکوونکيو شرکتونو ته خبردارى ورکړى، چي له بلوچستانه دې د ډبروسکرو ( کولو) په شمول هېڅ ډول معدني وسايل نه راباسي او نه دې یې لېږدوي، که نه پر کارکوونکيو به يې بريدونه وکړي.

ګزارش: بارکوال مياخېل، کوټه
XS
SM
MD
LG