د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان: بې پیلوټه الوتکې درې وسله وال وژلي


د پولیټیکل انتظامیې او استخباراتو چارواکو نن (پنجشنبه) مشال راډيو ته وویل، حمله بېګا تر ۱۲ بجو وروسته په قطب خېلو کې شوې ده.


قطب خېل له میرام شا بازار سره نېږدې پرته سیمه ده. استخباراتي چارواکي وايي، ډرون الوتکو د وسله والو پر پټنځي دوه توغندي داغلي دي. دوی زیاتوي، په برید کې وژل شوي وسله وال عربان دي.

پر شمالي وزیرستان وخت په وخت ډرون حملې کېږي چې پکې پاکستاني او بهرني وسله وال وژل کېږي. پاکستان دا حملې د خپلواکۍ ضد، او امریکا یې موثرې بولي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG