د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه: د تحریک انصاف په مشرۍ د ناټو رسد وړونکو ګاډو پر ضد احتجاج


دا ګوندونه وايي، دوی د بې پیلوټه الوتکو حملو ضد احتجاج کوي او په همدې لړ کې به نن تر ماښامه په افغانستان کې مېشتو ځواکونو ته د سامان وړونکو ګاډو پر مخ لارې تړي.

په احتجاج کې تحریک انصاف، جماعت اسلامي، جمیعت علمای اسلام نظریاتي او جماعت الدعوه په ګډون نورې ډلې هم برخه اخلي.

دا مهال احتجاجیان د کوټې په خروټ اباد کې غونډ شوي دي.

د تحریک انصاف او ملګرو ګوندونو غړو یې لا د وړاندې د نومبر له ۲۳مې نېټې په خیبر پښتونخوا کې د ناټو اکمالاتي ګاډو پر مخ د پېښور – تورخم لار تړلې ده.

په پاکستان کې ټرانسپورټران وايي، د دې لارو بندېدو له کبله ورته په اربونه روپۍ تاوان رسېدلی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG