د لاسرسي ځای

تازه خبر

له کلاشنیکوف سره بايد کلاشنیکوف هم ښخ کړو


د کلاشينکوف خالق ليفټينينټ جنرل ميخايل ټي کلاشنیکوف
د کلاشينکوف خالق ليفټينينټ جنرل ميخايل ټي کلاشنیکوف

؛ نه! خدای دې هغه وخت نه راولي، چې زما په کور کې به کلاشنیکوف وي. چې دا چا جوړ کړی دی خدای دي ورڅخه پوښتنه وکړي.؛

د کلاشينکوف خالق ليفټينينټ جنرل ميخايل ټي کلاشنیکوف د دوشنبې په ورځ په روس کې ومړ. د ګينیز بوک اف ورلډ ریکارډ له مخې دا وخت په نړۍ کې سل میلیونه کلاشنیکوف وسله په استعمال کې ده. دا چې پښتانه د مېخايل کلاشينکوف او د کلاشنیکوف په اړه څه وايي. له کوټې پرې د مشال خبریال شننه لري.


مېخايل کلاشنیکوف چې د کلاشنیکوف خالق وو، د روسيې په کرويا سیمه کې په ۱۹۳۰ عیسوي کال کې زېږېدلی. او په ۲۳ م ډيسيمبر د روسيې په ايژويک سیمه کې د ۹۴ کلونو په عمر کې ومړ. مېخايل کلاشنیکوف يو ځای کاږي، د کلاشنیکوف وسلې په جوړولو وياړي، خو په دې خفه دی، چې دا کلاشنیکوف بیا د ترهګرو په لاس ورغی. د مېخايل په څېر ډېری پښتانه هم له کلاشنیکوف څخه نفرت څرګندوي، او وايي ددې کلاشنیکوف په مرمۍ ډېری پښتانه وژل شوي، ډېری ميندې بورې شوې، او ډېری پښتنې خواري شوې دي. د کوټې له يوه اوسېدونکي حاجي نادر څخه مو وپوښتل، آيا په خپل کور کې کلاشنیکوف لري؛. نادر يې په ځواب کې وویل

؛ نه! خدای دي هغه وخت نه راولي، چې زما په کور کې به کلاشنیکوف وي. چې دا چا جوړ کړی دی خدای دي ورڅخه پوښتنه وکړي. په دېرش ټکه پنځوس کسان وژني. ښه سړی خو نه وو. کېدای شي، د روسيې خلک مېخایل ته ښه سړی ووايي. خو ښه سړی وو نه. موږ د ظالم په سترګه ورته ګورو. او کوم شای چې د انسانيت پر ضد وي، موږ يې نه منو؛.

د عبدالجبار په نامه يو بل تن بیا وايي په خپل کور کې کلاشينکوف نه لري، خو دده په خبره د یوه تربور په کې يې شته، چې د ځان د حفاظت لپاره يې په کور کې ايښی دی. جبار وویل

؛ زموږ په خپل کور کې نشته. بلکې زما د يوه تربور په کور کې شته. هغه هم د خپل حفاظت لپاره ايښی دی. دا رښتيا دي، چې کلاشنیکوف ډېری کسان ووژل او ډېری خلک يې وژړول. مګر بیا هم د خپل حفاظت لپاره ښه دی. بد نه دی؛.

خو حاجي نادر بیا زیاتوي کلاشنیکوف نه يواځې پښتني ټولنې ته بلکې ټولې نړۍ او هر قام ته يې زیان رسولی. د نادر او يو شمېر نورو کسانو دا نظر دی، چې کلاشنیکوف انسانيت ته نقصان رسولی. بیا هم حاجي نادر

؛ ګردې نړۍ ته يې تاوان رسولی دی. يواځې پښتون نه. ټول مسلمانان او انسانانو ته يې نقصان رسولی دی. داسې وسلې که هر څوک جوړوي، هغه يواځې د مسلمانانو نه بلکې د ټول انسانيت دوښمنان دي؛.

که څه هم ځيني کسان په دې نظر دي، چې په کورونو کې کلاشنیکوف او وسله د کورنۍ د خفاظت لپاره کاروي. خو د محمد خان په نامه يو بل کس بیا وايي له مېخايل کلاشنیکوف سره بايد يو ځای د کلاشنیکوف وسلې هم په خاورو کې ښخې کړل شي، او خپلو ماشومانو ته ددې پر ځای قلم او کتاب ورکړي؛. څلوېښت محمد خان مشال راډيو ته وویل

؛ له ځوانانو سره کلاشنیکوف ښه نه ښکاري، بلکې ددې پر ځای که يې په لاسونه کې قلم او کتابچه وي، ډېر ښه به ښکاري. زه خو دا وایم چې بايد له مېخايل کلاشنیکوف سره موږ له خپلو کورونو څخه هم کلاشنیکوفونه وباسو. و يې غورځوو او په خاورو کې يې ښخ کړو؛.

د مېخايل کلاشنیکوف تر مړګ وروسته د رشيه ټوډې په نامه د روسيې يوه ټیلویزیون په خپله پاڼه په يوه مطلب کې لیکلي، مېخایل لومړی کلاشنیکوف په کال ۱۹۴۷ کې جوړ کړ، چې ددې ټیلویزیون په خبره دا وخت له افغانستانه تر زمبابوې پورې د يو سل شپږ هيوادونو پوځ او ځواکونه کلاشنیکوفونه يا اې کې ۴۷ رايفلز لري. رشيه ټوډې په دې مطلب کې زیاتوي چې د کلاشنیکوف تر جوړېدو وروسته روسيې نه يواځې دا وسله په ټوله نړۍ کې وو وېشله، بلکې د چاينا، اسرايلو، هند، او د ناييجيريا په شمول يې شاوخوا ۳۰ هیوادونو ته د کلاشنیکوفونو د جوړېدو لايسنسونه هم ورکړل. چې اې کې ۴۷ يا کلاشنیکوف تراوسه لا هم د نړۍ په ډېرو مشهورو او ارزانه وسلو کې شمېرل کېږي.
XS
SM
MD
LG