د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورمې زرګونه کډوال خپلو سیمو ته ستنېدل غواړي


دا وخت هم د علي شیرزو، مسوزو او زمشت سیمو خلک د ملک په بندوبستي سیمو کې جوړو کيمپونو او یا له کیمپونو بهر د کډوالۍ ژوند تیروي.

په قبايلي سيمه کورمې ایجنسی کې له مودو راهیسي د وسله وال طالبانو خلاف پوځي عملياتو له کبله په زرګونو کورنۍ په کډه کولو مجبوره شوي دي.


دا وخت هم د علي شیرزو، مسوزو او زمشت سیمو خلک د ملک په بندوبستي سیمو کې جوړو کيمپونو او یا له کیمپونو بهر د کډوالۍ ژوند تیروي.

په قبايلي سيمه کې د قدرتی افتونو سره د مبارزې ادارې د شميرو ترمخه له دغو سیمو اوولس نیم زره کورنۍ د ناامنيو له کبله بې کوره شوې دي، په دې کې د مسوزو او زمشت قریبا ۸ زره کورنۍ خپلو کورونو ته ستنې شوې دي خو د علي شیرزو بې کوره لا هم د کډوالۍ ژوند کوی.

د مرغان سیمې میره جان مشال راډیو ته وايي، چې دوی سخت تنګ شوي دي او خپلو کورونو ته واپس تلل غواړی:

''په کېمپونو کې موږ داسې وخت تیروو لکه چې یو کس په جهیل کې واچوې او په جهیل کې سخته ګرمي او سخت ساړه وی او په دې کې دغه کس په سخت مشکل کې وخت تیروی. موږ ۵ کاله وشولو چې خپله علاقه مو پرېښې ده نو موږ اول خدای ته سوال کوو او بیا حکومت ته کوو چې مهربانی وکړئ چې موږ خپلو سیمو ته نور واپس کړئ ځکه چې ډېر تنګ شوي یو او موږ به په دې باندې د حکومت ډیر شکر ګزاره یو"

د منځنی کورمې ایجنسی په علي شیرزو په سیمه کې له ۲۰۰۹ کال راهیسې د وسله وال طالبانو پرضد پوځی اپرېشن روان دی.

د قدرتی افتونو سره د مبارزې ادارې ترمخه د علي شیرزو سیمې قریبا ۶ زره کورنی بې کوره شوې دي.
له سیمې بې کوره شوی یو بل کس ثواب ګل وايي، چې له حکومتي چارواکو سره د دوی د ستنېدو هېڅ فکر نشته او زیاتوي،نه پوهېږي چې تر کله پورې به له خپلې سیمې بهر د کډوالۍ ژوند تیروي:

"په دراني کمیپ کې د درې یا څلورو کالو نه وسیږم خو هیځ څوک مو تپوس نکوی. که پولټیکل ته په دې باندې لاړ شو چې موږ واپسی غواړو نو راته وايي چې کرنیل ته لاړ شې او که کرنیل ته لاړ شو نو وايي چې پولټیکل ته لاړ شې. دغه ټوکې سره کوی چې کله مو یو ته استوی او کله بل ته خو خپلو سیمو ته مو نه واپسوي"

د علي شیرزو سیمې متاثرینو سره د حکومتی چارواکو لخوا بیا بیا دغه وعدې وشوې چې د سیمې متاثرین به ډېر زر خپلو کورونو ته واپس کړل شی خو متاثرین وايي چې د وعدو باوجود د دوی واپسی تراوسه ونشوله.

ځايي مشر ملک حاجی سلیم خان اورکزې د مشال ریډیو له لارې له حکومته غوښتنه کوی چې متاثرین دې زر تر زره خپلو سیمو ته ستنه کړل شی:

"علي شیرزي قوم مکمل بې کوره شوی دی او هغه پېښور، دوابه، کواټ او بلکې ځینی خلک یې په پنجاب کې د کډوالۍ ژوند کوی. زمشت او د مسوزو قوم نیم خلک واپس شوي دي او نیم نه دي واپس شوي. نو موږ له حکومته مطالبه دا ده چې دغه قومونه دې خپلو سیمو ته ستانه کړل شي ځکه چې په سخت مشکلاتو کې وخت تیروي"

د کورمې ایجنسی د انتظامې یوه چارواکي د نوم نه او غږ نه ورکولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې دوی او د پوځ په مینځ کې له مذاکرات وروسته دغه فیصله شوې ده چې د علي شیرزو ځینی علاقو ته به د متاثرینو واپسی د راروانې جنورۍ میاشتې له ۱۵ نیټې وروسته کیږی.

چارواکي زیاته کړه چې علاقه یې له ترهګرو پاکه کړېده نو ځکه د متاثرینو د واپسی دغه فیصله یې واخیستله.

له اورکزو ایجنسۍ پولې سره په لګېدو د منځنۍ کورمې ایجنسۍ په علي شیرزو سیمه کې یو شمیر وسله والې ډلې فعالیتونه کوي.

په سیمه کې تعمیرې وطن، کوه سفید او ماموزي په نامه باندې بیا بیا پوځي عملیات شوي دي.
چارواکي دعوا کوي چې مخالیفینو پرخلاف پوځ مهمې کامیابیانې ترلاسه کړې دي او ډیر زر به څه نتیجې رابرسیره شي چې له دې وروسته به د سیمې نورو متاثرینو واپسي هم وشي.
  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG