د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټولو ماشومانو ته باید یو ډول تعلیمي مواقعې برابرې شي


ډان ورځپاڼه ليکي ټولو ماشومانو ته باید د تعلیم یوه شان موقع ورکول په دې مانا ده، چې هر چا ته د تعلیم دروازې خلاصې شي. د ورځپاڼې په خبره دا نظام باید په پرایمري سکولونو کې هم متعارف شي.

ډان ورځپاڼه د پاکستان د تعلیمي نظام په حقله لیکي چې په هېواد کې تعلیم ته د ماشومانو د رسایي یوه شان موقع نه لرل هغه ستونزه ده چې جرړې ېې له پخوا راهیسې ښخې دي.


د ورځپاڼې په خبره په پاکستان کې د منځني طبقې سره تعلق لرونکي مور پلار د طبي ذدو کړوپه سرکاري پوهنتونونو کې د خپلو ماشومانو د داخلې په وخت له چیلنجونو سره مخامخ وي. بلخوا د شخصي پوهنتونونو فیسونه هم د اسمان سره خبرې کوي. په حکومتي تعليمي ادارو کې هم نن صبا د زیاتو فیسونو له کبله زیاتره خلک د مشکلاتو سره مخامخ دي. ورځپاڼه پوښتنه راپورته کوي چې آیا په داسې حالاتو کې دغه ماشومان په ژوند کې د مخکې تللو امید کولاې شي که څنګه؟

ډان ورځپاڼه د سند صوبې د طبي زدو کړو په یو پوهنتون سند انسټي ټيوټ آف میډيکل ساینسز کې د ډګریانو د ورکولو دستورې په اړه وايي، دا په پاکستان کې یوه تاریخي شېبه وه چې تر سترګو شوه. تېره اوونۍ د دوه نیم سوو نه زیاتو زده کونکو د طبي ټیکنالوجۍ په بیلا بېلو شعبو کې د څوارلسم ټولګي ډګریانې ترلاسه کړې. چې ښځې هم پکې شاملې وې. بلخوا 34 نرسانو هم ډیپلومې واخیستې.

ورځپاڼه ليکي د هرې طبقې زده کونکو ته یوه شان تعلیمي موقع ورکول هغه څه دي چې یاد پوهنتون په پاکستان کې له نورو نه جدا کوي. د یادې یونیورسټۍ هدف یواځې پېسه جوړول نه دي. ‌ډان ورځپاڼه د پوهنتون د یورالوجي او ټرانسپلنټېشن د څانګې مشر ډاکټر ادیب رضوي په حقله وايي چې دی دا باور لري چې طبي سهولت ته رسايي د هر انسان پېدایشي حق دې او هیڅوک باېد د علاج خرچه د نه برابرېدلو له امله مړ نه شي. هم د دغه اصول په اساس یاد پوهنتون د څلوېښتو کلونو راهیسې د مریضانو مفت علاج کوي.

ورځپاڼه زیاتوي یاده یونیورسټي د ټولنی او د ډاکټرانو سره په ګډه کار کوي چې یوې خوا ته د ټولنې لخوا د حکومت د فنډونو تر څنګ ښه په پراخه مالي مرسته ورکړل کیږي او بلخوا ډاکټران د فیسونو بغېر د مریضانو ښه علاج کوي.

ورځپاڼه د پوهنتون د یو زده کونکي عبدل قادر په حقله لیکي چې یو سرکاري کالج کې ېې سبق لوستۍ و او د سختې مقابلې او د زیاتو فیسونو له امله په ښه تکنیکي تعلیمي ادارو کې د هغه د ودې ډېر کم امکان و. خو په سند انسټي ټيوټ اف میډیکل ساینسز کې هغه په آرامه د داخلې ټېسټ پاس کړ او هغلته ېې څلور کاله تعلیم پوره کړ.

ورځپاڼه ليکي دا په اصل مانا کې د تعلیم یوه شان موقع ورکول دي. چې هر چا ته د تعلیم دروازې خلاصیږي. د ورځپاڼې په خبره دا نظام باید په پرایمري سکولونو کې هم متعارف شي.

ډان ورځپاڼې په یوه مقاله کې د پاکستان په تعلیمي نظام کې ستونزې په ګوته کړي دي. د ورځپاڼې په خبره د هېواد په تعلیمی ادارو کې د برابرۍ په بنیاد هر چا ته د تعلیم موقع نه برابریږي. بلخوا د زیاتو فیسونو له کبله هم ولس د پریشانۍ سره مخامخ وي. ورځپاڼه په مقاله کې د سند د طبي زده کړو د یوې یونیورسټۍ مثال ورکوي چې باېد د پرایمري کچې نه هم دغه شان نظام ځای پر ځای شي او ټول د تعلیم نه ګټه پورته کړي. د مقالې تفصیل له ملیحه امیرزاده اورو.
XS
SM
MD
LG