د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تریتم کړو بلوڅانو لپاره وتلی لاریون حیدراباد ته ورسېد


په لاریون کې ۴۰ ښځې او ۱۰ نارینه شامل دي. لاریون کونکي وایي خواوشاه دوه میاشتو کې به په خپلو پښو له مزل کولو روسته اسلام اباد ته ورسیږي.

کراچۍ:د ورک کړل شوو بلوڅانو لپاره د کارکونکي تنظیم وایس فار بلوچ مسینګ پرسن تر سوري لاندې له کوټې اسلام اباد ته تلونکی لاریون نن د چهارشنبې په ماسپښین د سند صوبې دویم لوي ښار حیدراباد ته رسیدلی دی .


حیدراباد پریس کلب کې د لاریون مشري کونکي ماما قدیر بلوچ خبري غونډې ته وینا وکړه. نوموړي په ټلیفون مشال ریډیو ته وویل له کراچۍ تر حیدراباده یې د لارې په اوږدو کې سیمه ایزو خلکو تود هرکلی کړی او له دوی سره یې د خواخوږۍ څرګندونې کړي، خو د دې ترڅنګ ځینو نامالومه کسانو ورته د لاریون د ختمولو ګواښونه کړي.

''موږ اوس حیدراباد ته راوسیدلو. په لاره کې له ځینو نامالومه نمبرونو څخه زما پر موبایل ټلیفونه راته کیدل چې لاریون ختم کړه، خو دا لاریون به تر اسلام اباده ځي او اسلام ته د رسیدو روسته به موږ د خپل راتلونکې په اړه فیصله کوو"

حیدراباد پریس کلب ته د رسیدو په مهال ځینو سیندي ملت پاله ګوندونو غړو او مشرانو د لاریون کونکو هرکلی وکړ او په دوي یې ګلونه وشیندل.

په لاریون کې ګډون کونکي فرزانه مجید بلوچ مشال ریډیو ته وویل په سېند صوبه کې دا مهال سخته یخني ده او په لاریون کې شاملې ځینې زنانه ناروغه شوي دي.

نوموړې په ژوبلو پښو او ناروغه بدنونو تر اسلام اباده د لاریون ترسره کولو هوډ څرګند کړو.

"موږ د لارې په اوږدو کې د ډېرو سختو او مشکلاتو سره مخ یو، یو لور ته یخني ده او بلې خوا ته په مختلفو طریقو مونږ د فشار سره مخ یو . خو مونږ دا تکلیفونه په پام کې نه نیسو، موږ د ورکو ورونو،پلرونو او زامنو پسې راوتلي یو ، زمونږ همدا یوه غوښتنه ده چې زمونږ ورونه ديمنظر عام ته راوستل شي"

د یاد لاریون مشري کونکي ماما قدیر بلوچ وویل اسلام اباد ته د رسیدو روسته به دوي د ملګرو ملتونو د دفتر مخې له ځي ، ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا دوي به د پارلیمان مخې ته هم احتجاج کوي؟ نوموړي وویل پارلیمان بې وسه دی ځکه دوي نه غواړي د پارلیمان مخې ته احتجاج وکړي.

یاده دې وي د اکتوبر له ۲۷ نیټې څخه د ورکوو بلوڅانو د خوشې کولو په موخه له کوټې تر کراچۍ د ورکو خلکو خپلو خپلوانو په پښو لاریون کړې ، دغه لاریون کونکي په کراچۍ کې د څو ورځو تر تم کیدو روسته د دسمبر په ۱۳ نیټه د اسلام اباد په لور روان شوي دي.

په یاد لاریون کې ۴۰ ښځې او ۱۰ نارینه شامل دي. لاریون کونکي وایي خواوشاه دوه میاشتو کې به په خپلو پښو له مزل کولو روسته اسلام اباد ته ورسیږي.
XS
SM
MD
LG