د لاسرسي ځای

تازه خبر

له امریکا سره د تړون لپاره وخت نه، شرایط مانا لري: افغانستان


 ولسمشر حامد کرزي ویانده عادله راز
ولسمشر حامد کرزي ویانده عادله راز

د ولسمشر حامد کرزي ویانده عادله راز وايي، د تړون لاسلیکېدل له وخت سره نه، بلکې د شرایطو له عملي کېدو سره تړلي دي.

د افغان ولسمشر حامد کرزي ویاندې عادلې راز له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، د امنیتي تړون لاسلیک له دوو مهمو شرایطو سره تړلی دی. لومړی باید امریکا د افغانستان سولې لپاره عملي ګامونه واخلي، او دویم، سرتېري یې باید د افغانانو پر کورونو چاپې و نه وهي.


امریکايي چارواکو ویلي ول چې دوی وخت ته اړتیا لري چې په افغانستان کې د خپلو سرتېرو پاتې کېدو لپاره تیاری ونیسي او پر همدې اساس یې پر کابل ټینګار کړی وو چې د ډېسېمبر میاشتې تر پای ته رسېدو مخکې دې دا تړون لاسلیک کړي.

خو د ولسمشر حامد کرزي ویانده عادله راز وايي، د تړون لاسلیکېدل له وخت سره نه، بلکې د شرایطو له عملي کېدو سره تړلي دي.

د افغان ولسمشر او شنونکو په خبره، په هیواد کې د سولې او ثبات موضوع تر ټولو مهمه هغه ده.

ټاکل شوې چې د ۲۰۱۴ز کال تر پایه به بهرني جنګي پوځیان له هیواده ووځي، نو ایا له امریکا سره د تړون لاسلیکېدل د افغانستان په ګټه دی او که څنګه؟

په کابل پوهنتون کې د سیاسیاتو او حقوقو استاد نصر الله ستانکزی وايي، په دې کې هیڅ شک نشته چې افغانستان د یوه ځواکمن هیواد، لکه امریکا، ملګرتیا ته اړتیا لري، خو واشنګټن باید له افغانستان سره د یوه مساوي دولت یا ریاست په توګه چلند وکړي: کټ

که له واشنګټن سره د کابل امنیتي تړون لاسلیکېدل ځنډېږي نو پر افغانستان د دې څه تاثیر کېدای شي؟

نصر الله ستانکزی وايي، اغېز به یې په امریکا او افغانستان دواړو ښه نه وي.

د ده په خبره، که د تړون په لاسلیکېدو کې ځنډ کېږي، نو د دواړو هیوادونو اړیکي به نور هم ساړه شي.

د افغانستان و امریکا امنیتي تړون په اړه، په نومبر کې مشورتي لویې جرګې پرېکړه کړې وه چې دا د افغانستان په ګټه دی او باید لاسلیک شي. خو افغان ولسمشر حامد کرزي، پر امریکايي فشار سربېره، ویلي ول چې د شرایطو تر عملي کېدو پورې دی دا تړون نه لاسلیکوي.
XS
SM
MD
LG