د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتيا کې۴۷۱ پولیس له روزلو پس پر دندو وګمارل شول


د پکتيا په مرکز ګردېز کې د سوېل ختيځ زون شپږو ولايتونو له پاره د پوليسو په روزنيز مرکز کې ۴۷۱ تنو د پوليسو مسلکي زده کړې ترسره کړې او وروسته له دې به په سيمو کې په رسمي دندو وګمارل شي.

تېره ورځ د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د سويل ختيځ زون د پولیسو له روزنیز مرکز څخه د سرحدي پولیسو په ګډون شاوخوا څلورسوه يو اويا تنه د پولیسو له مسلکي زده کړو فارغ شول او د پکتيا، پکتيکا، خوست، غزني، لوګر او ميدان وردګو په ولايتونو کې به په دندو وګمارل شي.


د پکتيا په مرکز ګردېز کې د سوېل ختيځ زون شپږو ولايتونو له پاره د پوليسو په روزنيز مرکز کې ۴۷۱ تنو د پوليسو مسلکي زده کړې ترسره کړې او وروسته له دې به په سيمو کې په رسمي دندو وګمارل شي.

د پولیسو د روزنیز مرکز مشرسمونوال جنت میر ځاځي د يادو کسانو د فراغت په مراسمو کې وويل، په نويو روزل شويو پوليسو کې۳۷۰ ملي او ۱۰۷ تنه سرحدي پولیس شامل دي.

ځاځی په دې خوښي څرګندوي، دغو روزل شويو کسانو پخوا تر دې چې د پوليسو ليکو ته د ګډون په موخه ورشي، له نهم پورته تر ۱۲ ټولګيو پورې زده کړې هم درولودې او د پوليسو د مسلکي روزنې سره به يې وړتيا لا پسې زياته شي.

نوموړی زياتوي چې؛ دغه کسان به په خپلو دندو کې تر نورو ځکه ښه وځليږي چې هم زده کړې لري او هم مسلکي روزنه، چې د دوی مهارتونو ته په کتو به د دندې پرمهال ترې ډېره استفاده وکړي:

"دغه کسان چې دلته يې روزنه ترلاسه کړه شمېر يې ۴۷۱ تنو ته رسېده، دوی له نورو سره جوت توپير دا درولوده چې دوی تر نهمو لسمو او دولسمو ټولګيو پورې زده کړې درولودې، او بيا د پوليسو ليکو ته د دندې په موخه راغلي وو."

د دغه مرکز څخه فارغ شوي پوليس چې مسلکي روزنه يې ترلاسه کړې، په دې خوشاله دي وايي چې د خپل هيواد د دفاع په برخه کې به جدي اقدام کوي، د دې روزنيز مرکز څخه فارغ شوي څو تنه ازادۍ راډيو ته وايي:

"موږ دلته ډېر څه نوي زده کړل، انشاالله په اينده کې به موږ ښه په مخ لاړ شو او دې وطن ته به خدمت وکړو، دامو له پخوا څخه ارزو او هيله وه."

دا په داسې حال کې ده، چې د سويل ختیځ زون په ځينو ولايتو کې ځينې سيمې د پولیسو له کموالي سره مخ دي او خلک هم په سيمو کې د زياتو پولیسو د ګمارنې غوښتنه کوي

امنيتي چارواکي وايي، چې د يادو پولیسو پر فراغت به وکولای شي،چې د ځينو ولايتو په ځينو کې د پولیسو د کموالي ستونزه هواره کړي او امنيت لا هم د ښه کيدو لور ته روان کړي.
XS
SM
MD
LG