د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د نورستان ولایتي شورا وکیلې پرکور برید


د ننګرهار په ښېوې ولسوالۍ کې د نورستان د ولایتي شورا د وکیلې پرکور وسله وال برید شوی.


د ننګرهار د امنیه قومندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقي وال مشال راډيو ته ویلي، چې تېره شپه یو شمېر ناڅرګند وسلوالو په ښېوې ولسوالۍ کې د نورستان د ولایتي شورا د وکیلې خاطرې پرکور وسله وال برید ترسره کړی.

د مشرقي وال په خبره په دې پېښه کې یو تن وژل شوی او یو بل زخمی دی.

د یادې پيښې مسولیت تر اوسه کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG