د لاسرسي ځای

تازه خبر

مانسهره کې چاودنې یو پولیس سرتېری ووژلی، درې ژوبل


د خیبر پښتونخوا په مانسهره ضلع کې د پولیسو پر یو موبایل ګاډي د سړک غاړې په یوه بمي چاودنه کې یو پولیس اهلکار مړ او درې نور ژوبل شوی دی.

د مانسهرې پولیس سپیشل برانچ یوه چارواکي مشال راډیو ته وویل، چی دا پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه کله چې د پولیس ګادی د مانسهری د سیټي تانې په حدودو کې د سکای انټرنېشنل پبلیک سکول په خوا کې تېرېدو. په پېښه کې د ګادي ډراییور پولیس اهلکار اورنګزیب ووژل شو او دوه نور پولیس اهلکار او یو لاروی په دې پیښه کې ژوبل شو

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG