د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ کې چاودنو درې تنه ووژل


پولیس وايي، لومړۍ دوه چاودنې په اورنګي ټاون کې شوې دي چې پکې درې کسان وژل شوي او ۱۷ ژوبل دي. دا چاودنې له یوې امام بارګاه سره نېږدې شوې دي.


درېیمه هغه د ښار پر اېم اې جناح سړک شوې ده چې پکې د پولیسو خبره مرګ ژوبله نه ده شوې.

تر دې مخکې د مرستندویه ادارو چارواکو ویلي ول په دې چاودنه کې پینځه کسان ژوبل شوي دي. په کراچۍ کې نن د سېشنبې پر ورځ د عاشورې څلویښتمې په مناسبت جوړ جلوسونه له اېم اې جناح سړک تېرېږي. پولیس وايي، د اهل تشیع د جلوسونو ساتنې لپاره یې ګامونه اخیستي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG